کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو په کندز ښار کې یو ځل بیا کبابونه وخوړل – ویډیو
طالب جنګیالی د کبابي تر څنګ په کندز کې

طالبانو په کندز ښار کې یو ځل بیا کبابونه وخوړل – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): دا دوهم ځل دی چې طالبان توانیږي د کندز مرکز ته سقوط ورکړي، د ښار په مرکزي چوک باندي خپل بیرغ ځوړنډ کړي او د ترافیکو د غرفې له مخي سره انځورونه واخلي.

د تېر کال په پرتله سږ کال طالبان د خپل هر پرمختګ په اړه پر وخت رسنیو ته معلومات ورکوي او هم یې پر خپلو ټولنیزو اکاونټونو تازه ویډیوګاني او خبرونه نشروي.

تېر کال طالبانو په کندز ښار کې د خپل شپني وجود د اثبات لپاره د ښار پر لارو باندې د کباب پخوونکو دوکانونو ته ورتلل او هلته به یې د کباب خوړلو تر څنګ د ښار ډاډمن امنیت او له دوی سره ولسي مینه نړیوالو ته ښودل.

سږ کال یې یو ځل بیا ورته صحنه هغه وخت تکرار کړله کله چې یو طالب د ویډیو ثبتولو پر مهال په داسي حال کې خبرې کوي چې بل طالب د یو کبابي تر څنګ ولاړ دی، کباب یې په ډوډۍ کې پيچلی او کباب پخوونکی په غیږ کې نیسي.

باید وویل شي چې له تیرې شپې راهیسي دولتي رسنۍ او حکومت پلوه ژورنالیستان داسې انځورونه نشروي چې ګواکي دولتي کمانډويي عسکرو یو ځل بیا د کندز مرکزي څلورلارې په خپل کنټرول کې راوستلې، خو تر ډیر لږ تحقیق وروسته څرګنده شوه چې انځورونه د تېر کال دي، چې پر دې دلالت کوي چې د ښار مرکزي برخي اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.
kunduz-fake-picture

د کندز والي اسدالله عمرخیل د ښاریانو څخه غوښتي چې په خپلو کورونو کې دننه واوسیږي او دباندي راوتلو څخه ډډه وکړي.

بل خوا د والي ویاند سید محمد دانش رسنیو ته ویلي چې کمانډويي ځواکونه په ښار کې د طالبانو پر ضد جنګیږي او په ځینو برخو کې اوس هم شدیده جګړه روانه ده.

نوموړي ویلي چې د ولایت مقام، امنیه قومنداني، د ملي امنیت ریاست او د بالا حصار تپه د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ