نظــر

د جرګو حیثیت هله پر ځای وي چې هيڅ بهرنی یرغلګر په هيواد کې نه وي – استاد عنایت الله ساپي د نن سره په مرکه کي

له امریکا سره د دفاعي- امنیتي تړون د تائید او پایلو په باب له سیاسي کارپوه استاد عنایت الله ساپي سره د نن ټکي آسیا ځانګړې مرکه

سریزه :

استاد عنایت الله ساپی د کونړ ولایت د پېچ درې د کنډۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی . ابتدايې دیني او عصري زده کړې يې د هېواد دننه او په کوزه پښتونخوا کې  او لوړي زده کړي يې د سعودي عربستان په مشهور او تر ټولو منلي مدینې منورې په پوهنتون کې د دعوت په څانګه کې سر ته رسولې دي.

ښاغلی استاد ساپی دا مهال په پېښور کې د امام ابوحنیفه معهد استاد دی.

استاد د زده کړو سره په خوا کې د پاخه تحلیل او راڼه بصیرت څښتن دی او تل د هېواد او سېمي په روانو چارو ژور  نظر ساتي.

دا چې د یکشنبې په ورځ د امریکا سره د تړون لپاره په اصطلاح مشورتي لویه جرګه را بلله شوې وه او له څرنګه چې یې له پيله ښکارېده، چې د هېواد د رسمي خرڅلاو او د کابل-واشنګټن په خوښه را غونډ شوي استازي به دا معامله ښه په زغرده کوي، نو د نن ټکي اسیا ادارې وپتېیله ترڅو په دې اړه د پوهانو او سیاسي شناندو څېړنې، تحلیلونه او مرکې خپرې کړې. چې له ښه مرغه دا دی په دې لړ کې د دویمې مرکې نوبت را ورسېد.

تاسو ته یې د لوستلو بلنه درکوو.

نن: قدرمن استاده مشورتي لویه جرګې د امنيتي تړون ملاتړ وکړ او د هیواد راتلونکې لپاره يې ګتور وباله. تاسې يې څنګه ارزوئ؟

استاد ساپی:
د یو مسلمان په توګه چې هر کله موږ مسلمانان له کومې ستونزې سره مخ کيږي؛ نو حل يې باید د شریعت په رڼا کې ولټوو. دا دولس کاله کيږي چې زموږ هيواد د امریکايي ښکېلاک په منګولو کې دی او دولس کاله وړاندې چې بوش د صلیبي جګړې کوم اعلان کړی و، هغې جګړې لا پای نه دی موندلی. دغه حکومت چې نن په کابل کې ناست دی د افغانانو حکومت نه دی دا د بوش د ادارې په لاس د هغوی د ګټو لپاره جوړ شوی یو حکومت دی او دوی چې د خپلو ګټو د بقا لپاره له هر ډول وسیلو کار واخلي په دې وسایلو کې يو هم د جرګې صورت دی. په جرګه يا په شرعي اصطلاح د اهل حل و عقد شورا کې هغه څوک ګډون کولای شي چې، د امت بهترین علماء په واقع باندې پوه خلک او هغه څوک چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د اسلامي امت د ستونزو د هوارولو اهليت ولري.

د جرګې په نوم چې نن سبا په کابل کې څه کيږي، هيڅ ملي او اسلامي حیثیت نلري؛ ځکه چې دا د امریکايي ښکېلاک تر سیوري لاندي کيږي. د جرګو حیثیت هله پر ځای وي چې هيڅ بهرنی یرغلګر په هيواد کې نه وي او په اسلامي او ملي اصولو برابره وي نو بیا موږ ويلی شو چې دا جرګه ده او ولس ورته درناوی لري.

نن: ځينې خلک وايي چې د امریکا پاتې کيدل يو شر دی او تلل يې بل . که امریکایان له افغانستانه ووځي نو په افغانستان کې به ګاونډيان او د سیمې هيوادونه مداخلې کوي؛ نو ښه دا ده چې په دوو شرونو کې يې هغه کم شر چې د امریکا حضور دی ومنو. دا خلک څومره په حقه دي؟

استاد ساپی: زما په نظر خو دا ډېر کمزوی نظر دی. که څوک دغې قاعدې ته ګوري؛ نو دې بلې قاعدې ته دې هم وګوري چې، اهم کارونه باید مخکې شي. اهم کار هغه، د امریکا ويستل دي؛ ځکه چې موږ ته ټول شر د امریکا له لاسه جوړ شوی. په ټوله سیمه کې يې شر جوړ کړی؛ ځکه چې امریکایان زموږ د دين دښمنان دي او زموږ دين هر اړخيز دين دی، د ژوند په هر قدم کې راته لارښوونې کوي. زه د يوې خبرې سره کلک اختلاف کوم، هغه دا چې، څوک زموږ دغې مبارزې ته اقتصادي یا قومي رنګ ورکوي.

زموږ مبارزه اسلامي مبارزه ده او د اسلامي لارښوونو په رڼا کې موږ وايو چې باید امریکايان زموږ له خاورې ووځي. پاتې شوه د ګاونډیانو د لاسوهنې خبره نو دا ډېره د نه منلو خبره ده چې څوک دې ځان په بل چا وساتي هيڅکله بل څوک تا له دښمنانو نشي ساتلای. موږ ولې خپل ځانو دومره نه قوي کوو چې ځان او هيواد له پردیو وژغورو. موږ  باید ځانونه داسې يو ځای ته ورسوو چې له دنیا سره پرې مناسب تعامل وکړو. هر ګاونډي دا غواړي چې بل ګاونډی دې تر خپل اثر لاندې وساتي. افغانستان ولې خپل ځان کې دا صلاحيت نه پيدا کوي چې له نورو لوړ شي. موږ تل ژوند په وېره کې تېروو او له ګاونډيانو ویرېږو. اصل خبره د امریکايانو د وجود ده، ځکه چې تر څو دوی دلته وي؛ نه به په داخل کې په امن يو او نه به مو سرحدونه په امن وي. ustad inayatullah safi1د جرګې ګډونوال دې هم په دې ځان پوه کړي چې واک او ځواک له امريکايانو سره دی نو ستا جرګه څه اهميت لري. زموږ په هيواد کې خو جرګه هغه څوک کوي چې خپل حیثیت او قوت ولري. او د انديښنې وړ خبره خو پکې لا دا ده چې په دې جرګه کې ډېره ونډه د ښځو ده دا په اسلامي او ملي اصولو کې د جرګې توهين دی. تاسې کله د افغانانو په جرګه ښځه ليدلې؟!

نن: ځينې افغانان فکر کوي چې افغانستان یو کمزوری هیواد دی. اقتصاد، تعلیم، زراعت او هر څه يې د نشت برابر دي او اوس د الفبا په اندازه يو څه د امریکا په مرسته د جوړيدو په لور روان يو. همدې مرستو ته په پام سره بايد موږ امریکا ته نور چانس هم ورکړو چې په هیواد کې پاتې شي.

استاد صافی: ما د خپلو خبرو په پيل کې وويل چې موږ باید خپلې ستونزې د اسلام په رڼا کې حل کړو. موږ باید افغانستان ابادول له خپلو مشرانو زده کړو نه له پردیو. د عمر رضي الله عنه یو قول دی چې که په عراق کې یو کچره وښويږي نو الله تعالی به يې له ما پوښتنه کوي چې ولې دې دا لاره نه وه جوړه کړې. ان شاء الله چې اسلامي حکومت راشي او مسلمانان په خپلو پښو ودريږي نو ان شاءالله بیا به روغتونونه، پوهنتونونه هر څه اباد وي. موږ ولې هر څه له کافره غواړو د تاريخ په اوږدو کې تل کافرانو له مسلمانانو زده کړې کړي. او بله دا چې موږ له دوی د ابادۍ څه تمه لرو. دوی خو هغه ځای کې سرک جوړ کړی چې خپل دوښمن پسې ور ورسي، هغه ځای کې یې پانګونه کړې چې د دوی په ګټه وي. ایا دا کوم سرک چې دوی جوړ کړی څوک پرې د تلو حق کې اوليت لري؟ موږ که دوی.

موږ ولې خپلې فیصلې په قرآن نه کوو، ولې په دې خبره شرميږو. قرآن خو موږ ته دا وايي چې دوی مو دښمنان دي او وي به تر څو ورته له خپل دينه ورتېر نشئ. نو موږ به څنګه له دوی د دوستۍ تمه وکړای شو.

نن: ځينې خلک وايي چې دا څومره جګړه په افغانستان کې روانه ده ټوله د امريکې په ګټه او مشوره روانه ده او کله چې دغه تړون امضا شي نو په افغانستان کې به یو ټک هم ونشي.

استاد ساپی: زما په اند دا ډېره له عقل نه لرې خبره ده. هيڅ مسلمان يې نشي منلای. او ان شاءالله د امریکايانو پر خلاف به د جهاد جذبه نوره هم زیاتيږي، ډېری هغه وروڼه چې تر اوسه يې عملي جهاد نه دی پیل کړی؛ هغوی به هم ټوپک ته لاس کړي ان شاءالله. نورې خبرې به وخت ثابتې کړي.

نن: له تړونه ورسته د افغانستان راتلونکی څنګه ارزوئ؟

استاد ساپی: موږ و  تاسې ګورو چې ښکېلاک هر چېرته تللی، هلته يې خپل بچي زيږولي د دوی له مکتب نه چې څوک فارغيږي، هغوی به بیا اسلام ته په سپک نظر ګوري او څوک چې د اسلام د حقیقي روح خبره کوي هغه به بیا خلکو ته متشدد او افراطي ښکاري.

موږ باید له هغو اسلامي هيوادو عبرت واخلو چېرته چې ښکیلاک خپل خلک تربیه کړي، هلته د اسلام اصيل روح ورک دی او ان شاءالله د امریکايانو دا ارمان به په افغانستان کې پوره نشي؛ ځکه چې دلته داسې ډېر ځوانان شته چې د اسلام لپاره له هر څه تېريدای شي او تېريږي.

نن: قدرمن استاده، ستاسې له خبرو خو داسې ښکاري چې د دټولو ستونزو بدیل طالبان دي او حال دا چې خلک خو طالبان هم نه خوښوي.

استاد ساپی: ګورئ موږ تاسې باید ځمکني حقایقو ته وګورو. په افغانستان کې څومره فساد او بې امني وه؟ طالبانو په ډېره کمه موده کې د هيواد په نژدې ۹۵ سلنه ځکمه کې امن راوستلو او امن د اقتصادي پیاوړتيا لپاره اساس دی. سره له دې چې طالبانو سره هيچا مرسته نه کوله او نه يې خپله کاري تجربه درلوده، د دې ټولو سربیره يې د هر وزارت لپاره کاري پلانونه جوړ کړي وو، د مثال په ډول د زارعت وزارت همدا اوس هم په هغه پلان چليږي چې د طالبانو په دوره کې ترتیب شوی و. له کابله تر وردګو پنځه ويشت کلومیتره سرک طالبانو جوړ کړی و چې تر اوسه نه دی خراب شوی همدا رنګه يې د جلال اباد کابل لویه لار چې څومره جوړه کړې وه بيخي نه ده خرابه شوې. د دې ټولو خبرو اصلي لامل دا و چې هغوی کې فساد نه و او د امارت له ورانېدو دولس کاله کيږي چې طالبانو د اسلام او افغانستان لپاره خپل کورونه، کورنۍ او خپلې ځوانۍ قربان کړې او تر اوسه د یو مشر او یو بیرغ تر سیوري لاندې جهاد کوي دا يې د دنيا په تاريخ کې ستره کارنامه ده او موږ تاسې ته خو معلومه ده چې د تېر جهاد په دوران کې موږ په اوو اتو ګوندونو ویشل شوي وو او الله تعالی طالبان له دې ستونزې ساتلي دي.

نن: مننه استاده چې وخت مو راکړ.

استاد ساپی: تاسې نه هم مننه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x