کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ولي: د څو ودانیو پرته د کندز ټول ښار د طالبانو په لاس کې دی
د کندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي

ولي: د څو ودانیو پرته د کندز ټول ښار د طالبانو په لاس کې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د کندز ولایتي شورا غړی «امر الدین ولي» وايي چې په دې ولایت کې یوازې څو محدودې دولتي ودانۍ د دولت په واک کې دي او په پاتې ټول ښار طالبان حاکم دي.

ښاغلي ولي له رسنیو سره نن په خپلو خبرو کې ویلي چې طالبان تنها د والي دفتر، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ریاست ته نه دي ننوتلي او په وینا یې له دې پرته یې د ښار ټولې لارې او کوڅې نیولي دي.

د کندز ولایتي شورا غړی دغه ولایت ته د کومانډويي ځواکونو د ورتګ په اړه وايي چې «کومانډويي عسکرو مازې دومره وکړل چې د کندز په څلورلارې کې ځای په ځای شي، اما د ښار په نورو ټولو سیمو باندې طالبانو خپل واک ټینګ کړی».

امر الدین ولي د کندز ولایتي چارواکي په دروغو تورن کړل او زیاته یې کړه چې محلي چارواکي د ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ناسمې څرګندونې کوي. نوموړي وویل:

«د ولایت چارواکي دروغ وايي، مرکزي حکومت ته فریب ورکوي، دوی نه تصفیوي عملیات کړي او نه د مسئولیت احساس لري».

ښاغلي ولي له مرکزي حکومته وغوښتل چې د کندز محلي چارواکو په څرګندونو باور ونه کړي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې د مجازات لپاره راکش کړي. نوموړي وویل چې په کندز کې دولتي چارواکو لازم مقاومت نه دی کړی او ډیرې سیمې يې له جګړې پرته طالبانو ته پریښي دي.

هغه وویل چې په کندز کې دولتي اراکین «تارومار» شوي دي، څوک هوايي ډګر ته تښتیدلي او څوک په کورونو کې پټ شوي دي. د نوموړي په وینا، خلکو مورال او روحیه له لاسه ورکړې، مازې ساه اخلي او نور په مړو حساب دي.

د کندز ولایتي شورا غړي «امرالدین ولي» په دې ولایت کې هوايي ځواک «بې کیفیته» وګاڼه او زیاته یې کړه چې همدا اوس هم د ولایت په فضا کې جنګي الوتکي پروازونه کوي خو د دې جوګه نه دی چې اساسي نقطې په نښه او هدف وولي.

نوموړي کندز ته د جنرال مراد علي مراد ورتګ او لاسته راوړنې د خولې خبرې وګڼلې او زیاته یې کړه چې «مونږ فقط اوریدلي دي چې مشران کندز ته راغلي، خو لیدلي مو نه دي او نه مو د دوی کیفیت، درایت او توامندي محسوس کړې ده».


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ