
دولتي چارواکي وايي طالبان يې د کندوز له مرکزي برخو په شا تمبولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵): ناټو ځواکونه او سیمهییز دولتي پولیس وايي چې د کندوز ستراتيژیک ښار څخه یې طالبان پر شا تمبولي او ښار یې یو ځل بیا نېولی دی.
طالبانو پرون مازدیګر د کندوز ښار نېږدې ټولې برخې ونېولې، د دغه ښار په مرکزي څلور لاري یې خپل سپین بیرغ پورته کړ.
اوس تازه د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ ادعا کړې چې د کندوز ښار مرکز د دوی په لاس کې دی او اوس د ناحیو په تصفیه کولو بوخت دي.
په عین حال کې د ناټو پرېکنده ماموریت هم ویلي چې دولتي ځواکونو د کندوز ښار نېولی او د تازه دمي ځواکونه کندوز ته پر لاره دي.
بل لوري ته بیا رویټرز خبري اژانس د سیمهییزو چارواکو له قوله لیکلي چې د امنیه قومندانۍ او ملي امنیت مدیریت سره جګړه روانه ده.
د کندز ولایتي شورا غړی «امر الدین ولي» هم تایید کړې چې په دې ولایت کې یوازې څو محدودې دولتي ودانۍ د دولت په واک کې دي او په پاتې ټول ښار طالبان حاکم دي.
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د کندوز د والي په دفتر يې بریدونه پيل کړي، یوه مهمه امنيتي پوسته يې نېولې، د دوی ځواکونه پرمختګ کوي او والی هوايي میدان ته تښتیدلی دی.