افغانستان

سوزان رایس:که کرزی امنيتي تړون لاسلیک نه کړي نو کيدای شي، امریکايي ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي

krرویټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له خولې وايي چې، که کرزی د امنيتي تړون له لاسلیکولو انکار وکړي، نو کيدای شي ټول امريکايي ځواکونه له افغانستانه وباسو. رويټرز د کرزي د ویاند ايمل فیضي له قوله وايي چې ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ د اوباما د ملي امنيت سلاکارې سوزان رایس ته وویل چې تر څو امريکا د افغانانو پر کورونو خپل شپنیز عملیات په بشپړ ډول بند او د امنيت په راوستلو کې پوره ژمنه ونه کړي؛ دی به تر هغه امنيتي تړون امضا نه کړي.   سپينه ماڼۍ وايي چې کرزي د سوزان رایس سره په خپلو خبرو کې نوي شرطونه ايښي او ویلي يې دي چې دی په بیړه دا سند نشي امضا کولای. سپينه ماڼۍ د آغلې رایس له قوله وايي، که کرزی زر تر زره دا سند لاسلیک نه کړي نو متحده ایالات پرته له دې بل چانس نلري چې له ۲۰۱۴ وروسته پلان باندې کار وکړي، چې له ۲۰۱۴ وروسته به له افغانستان څخه به ټول امريکايي او ناټو ځواکونه ووځي. چې له هغه وروسته به موږ سره د مذاکراتو بله هيڅ لاره نه وي. تر اوسه په افغانستان کې ۴۷ زر امريکايي ځواکونه پراته دي امريکايي او له افغان چارواکي په دې بحث سره لګيا دي چې ۸ زره امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې شي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ويلي چې دغه امنيتي تړون باید د دې کال تر اخره امضا شي، تر څو موږ راتلونکي پلانونو باندې کار وکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x