
ولایتي شورا رئیس : روزګان کې ۶ ولسوالۍ محاصره دي ، جګړه روانه ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د روزګان ولايتي شورا وايي په ياد ولايت کې طالبانو ۶ ولسوالۍ محاصره کړي دي.
د دولت مخالفو وسله والو طالبانو نژدې شل ورځي وړاندي د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ته جګړه غځولې او د مرکز په نژدې پرتو سيمو کې ځای پر ځای شوي.
ويل کيږي د طالبانو له لوري د محاصره شويو ولسواليو تر منځ د تګ راتګ لاري تړل شوي او جګړه روانه ده.
د روزګان د ولايتي شورا رئيس عبدالکريم خادم زی وايي: د ۶ ولسواليو ( دهراود ، چهارچينې ، ګيزاب ، شهيد حساس ، چنارتو او خاص روزګان ) مرکزونه د طالبانو له لوري محاصره شوي او ټولي غځېدلي لاري يې تړلي.
په کندوز ولايت کې د رواني جګړې تر څنګ طالبانو په روزګان او هلمند کې هم جګړه تونده ساتلې ده.
طالبانو پرون د کندوز ښار ونېولو او پر مرکزي څلور لاري يې خپل بیرغ پورته کړ.