غزل/ جلال امرخېل

جلال امرخېل

دا نوی رنګ په دې ګلاب غزل کې څه و چې و
دا خو زما د زړه د زخم ټوکېده و چې و

له جنګه پس دلته ژوندی فکر بیا پاتې نه و
او هغه هم د مرګ په خوب باندې ویده و چې و

‹‹ما ورته وېل چې بې له تا خو قیامت و په ما
سترګې یې پټې کړې په اوښکو، وېل یې ښه و چې و››

هغه هم ستا په اراده شو، هغه هم پریښودم
زما په ټوله زندګۍ کې دا یو زړه و چې و

د ماشومتوب په کیسو ټوله فلسفه ختمه ده
مور به مې وې چې یو پاچا و چیرته نه و چې و

په یوه کس پسې مې زړه وکړې لمبې چې نه و
په یوه کس پسې مې زړه اوبه اوبه و چې و

جلاله! ستا د رسوایۍ کیسه چا نه وه کړې
خو ستا غزل و په دې ښار کې خوله په خوله و چې و

ــــــــــــــ
جلال امرخېل


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ