نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۶ برخه)

په تېر په سې: نادره یې دا کړې وه، چې کله یې له ریاست ۹۰ نه را ایستلی و، او ریاست ۱۷ ته یې له نورو بندیانو سره یو ځای تسلیمولو، په همدې وخت کې يې خبرې کړې وې! په داسې حال کې چې په ریاست ۹۰ کې یې د څو شپو ورځو له وهلو، ټکولو، تړلو او ځورو سره سره بیا هم یوه خبره نه وه کړې! ریاست ۹۰ والاوو داسې ګومان کړی وو، خپله د ده له خولې چې په دوسیه کې یې هم ورته لیکلي وو چې نوموړی عصبي تکلیف لري!

  ما ورته ویل ولې دې خبرې وکړې! په داسې حال کې چې هلته له دومره وهلو ټکولو سره سره دې نه کولې! د ده ځواب تر یو ځایه معقول و! ده ویل ما ځکه خبرې وکړې چې داسې نه چې دار المجانین ته مې ولېږي، هلته به بیا له نورو لیونیانو سره په یوه خونه کې څه کوم؟ زما اصلي مطلب دا و چې له نود څخه را ووزم، او نود مات کړم! او دا هدف مې پوره شو! له دې وروسته به بیا سره ګورو!

  په نوموړي زندان کې د لیونیانو پروا هم نه ساتل کېده، یو دوه کسان وو، یو د اصولي په نامه چې د خوست ولایت و، هغه بل نه پوهېږم چې د کوم ولایت و؟ دواړه یې د قاري یوسف احمدي په نامه راوستي وو، هغوی غریبان لیونیان وو، کله کله به یې په پنجرو کې تړلي وو، په لغتو، سوکانو او څاپېړو به یې وهل! یوه ورځ مې یو له ملګري نه پوښتنه وکړه چې دا کس یې ولې په پنجرو کې تړلی؟ ده ویل چې دا لیونی دی، دوی د قاري یوسف احمدي په نامه نیولی چې ګواکي د طالبانو ویاند دی، او ځان یې په لیونتوب وهلی! ما ویل سړی به یوه ورځ ځان په لیونتوب ووهي، دوه ورځې، درې ورځې! دا خو ډېر وخت وشو! چې دلته دی، ده ویل چې هو، دا ستا له راتګ نه مخکې دلته وو، دوی یې نه خوشي کوي، وايي داسې نه چې ځان یې په لیونتوب وهلی وي هسې ځان را نه خلاص نه کړي!

یوه ورځ یې چې کله مونږ اوتاوۍ ته وویستو، که ګورو د زندان په همدې محوطه کې په کوم ځای کې به چې یې بندیان ګرځول را ګرځول! په یوه چمن کې یو کارمند یو کس نیولی دی! هغه خپلې جامې څېرلې وې! یوې او بلې خوا ته یې زورونه وهل! غوښتل یې ځان ترې خلاص کړي! کله کله به یې یو یو وار هم پرې وکړ! په اوبو لوند خیشت و!
یو ملګري را ته ویل دا هم لیونی دی، دوی نیولی چې ګواکي د طالبانو ویاند دی، ما دا څه ظالمان دي، آخر کم تر کمه هغه انساني کرامت او بشري حقوق هم په نظر کې نه نیسي!

له ظاهر جان سره به مې کله کله ټوکې کولې، ما ویل د نود په څارنوالانو عریضه وکړه، چې زما یې دوه غاښونه را مات کړي، دا په محکمه کې ډېره مرسته در سره کولی شي، ده به ویل: یه قاري ساب! داسې نه کوم! ایله مې دې کي، دوه غاشونه نور دې هم را مات کړي، خو ایله مو دې کي! زه تر غاشونو تېر یم! دا یو غوژ مې دې هم را پرې کي خو ایله مو دې کي! ما به هسې ځورولو، ما ویل نه، سړیه دا خو څه وړه خبره نه ده، چې ستا دوه غاښونه یې مات کړي، کې یې څه اعترافات در نه اخیستي وي، ته چې دا د غاښونو خبره ور ته وکړې، قانونا په محکمه کې نوموړو اعترافاتو ته ارزښت نه ور کول کېږي، ځکه چې دا دزور اعترافات دي! ته لږ ځان تکړه کړه، دا زما خبره ومنه، عریضه پرې وکړه، یو خو به ستا کار وشي، محکمه به دې آسانه شي، او برائت به واخلې، بل به په راتلونکي کې بیا بل څارنوال داسې ظلم نه کوي! په دې توګه به ستا په دې کار سره نور بندیان د دې ظالمانو له ظلم څخه هم وژغورل شي! ده به بیا ویل: یه قاري ساب، زه تر غاشونو تېر یم، خو ایله مو دې کي!

یو بل د قندهار ملګری را سره وو، هغه به ویل چې زه په خپله خوښه تیار یم، چې دا یو غوږ مې پرې کړي، یا مې دا یو لاس غوڅ کړي، خو په دې شرط چې آزاد مې کړي! او آزادي د ځان لپاره نه  غواړم، بلکې یوازې او یوازې ددې لپاره چې جهاد  وکړم!

ما هملته له ځان سره فکر وکړ، ما ویل سبحان الله! آزادي څومره ستر نعمت دی! چې یو انسان یې د خپل بدن د غړو په بیه هم اخلي! او په رښتیا هم چې آزادي ډېر ستر او لوی نعمت دی، خو ددې نعمت قدر او ارزښت هغه وخت ډېر ښه معلومېږي کله چې یو څوک ترېنه بې برخې شي! هسې خو د الله جل جلاله هر نعمت په خپل ځای کې د قدر وړ او با ارزښته دی، خو آزادي ډېر لوی نعمت دی، ځکه خو ولسونه د آزادۍ لپاره قرباني ور کوي، د آزادۍ لپاره تر خپل سر او مال تېرېږي! آزاد ضمیرونه مرګ، تکلیفونه، کړاوونه، مهاجرتونه، لوږه، تنده، یخني او ګرمي زغملی شي او زغمي یې خو غلامي نشي زغملی؛ ځکه غلامي معنوي کړاو دی، معنوي درد او غم دی، لوږه، تنده او هجرتونه بیا مادي کړاوونه دي، او په دې ټول عاقلان سره یوه خوله دي چې معنوي اسارت او معنوي غلامي تر مادي تکلیفونو او زحمتونو ډېره بده او خطرناکه ده.

 ظاهر جان غیر نورمال او ساده حرکات او خبرې کولې، یوه ورځ سره ناست وو، مجلس مو کولو، د خبرو په منځ کې د زندان د حکمتونو په اړه خبره راغله، ما ویل دا چې الله جل جلاله کله کله په یو انسان خصوصا مسلمان باندې تکلیفونه او زحمتونه راولي، په دې کې ګڼ حکمتونه نغښتي وي، یا خو دا چې دغه بنده په نورو ظلم کړی وي، الله جل جلاله د خپل حکمت له مخې غواړي نوموړی خپلو تېروتنو او ګناهونو ته متوجه کړي، سختي او تکلیف پرې راولي تر څو پوه شي او له ګناهونو او ظلم نه لاس په سر شي، او کله کله الله تعالی دخپل حکمت له مخې په ځینو بندګانو له دې وجې تکلیفونه او زحمتونه راولي تر څو هغو لوړو مراتبو ته یې ورسوي چې د نوموړې لپاره مقدرې شوې وي، خو دی یې په عبادتونو او نیکو کارونو نشي تر لاسه کولی، الله جل جلاله تکلیفونه او زحمتونه پرې راولي که دی صبر وکړي نو هغو لوړو مراتبو ته یې رسوي، هغه که په دنیا کې وي که په آخرت کې!

ما هسې دا خبره یاده کړه چې مونږ افغانان په عام ډول خو پښتانه په ځانګړي ډول له ښځینه طبقې سره ناروا کوو، ناوړه چلن ور سره کوو، لومړی خو هغه د عقیدې او فقهې شرعي مسایل سم نه پرې زده کوو کوم چې  په نر او ښځه یو ډول فرض دي، او په ورځني ډول په ژوند کې ور سره مخ کېږي. کله چې بیا لویې شي له زیاترو سره د واده په اړه مشوره نه کېږي، او ډېری پلورل کېږي، مهر یې پلار او یا ورور اخلي، نجلۍ غریبه له خپل شرعي مهر نه چې الله جل جلاله ددې حق ګرځولی بې برخې کېږي! د پلار میراث نه ور کول کېږي، میراث یوازې د پلار نارینه اولاد اخلي، لورګانې او خورګانې ترېنه بې برخې کېږي!

ددې ټولو تر څنګ کله چې واده شي بیا په کورونو کې له زیاترو سره سم چلن نه کېږي، سپکې سپورې ورته ویل کېږي، خاوندان سمه رویه نه ور سره کوي، وهي یې، رټي یي! بد او رد ورته وايي! یوازې خاوند نه، بلکې خسر، لیور، خواښې او نندورګانې ټول ورته یوې خوا ته شي!

ما ویل مونږ چې دلته زندان ته راغلي یو، کېدای شي داسې کسان هم را پکې وي چې له خپلو مېرمنو سره یې سم چلن نه وي کړی، او مېرمنې په حقیقت کې د خاوندانو په لاس کې زندانیانې دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث شریف کې فرمایي چې استوصوا بالنساء خیرا، فإنهن أعوان عندكم, قد استحللتم فروجهن بكلمة الله! أو كما قال عليه الصلاة والسلام, يعني له ښځو سره ښه رویه کوئ، ځکه چې دوی له تاسو سره بندیوانې دي، او دوی د الله جل جلاله په حکم او امر ستاسو په واک کې دي، چې د خپلو جنسي غرایضو د تشبیع لپاره استفاده ور نه کوئ!

 ما ویل ګورئ هر څوک مېرمن لري، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارک حدیث ته دقیق پام وکړو، یقینا چې مېرمنې له خاوندانو سره اسیرانې دي، مېرمن په بشپړ ډول د خاوند په واک کې ده، د خاوند له اجازې پرته بهر ته نه شي وتلی، د خاوند له اجازې پرته نفلي روژې نشي نیولی، د خاوند له اجازې پرته کور ته څوک نشي راوستی، د خاوند له اجازې پرته چا ته د کور سامان نشي ور کولی، په هر څه کې له خاوند نه اجازه او خوښه غواړي، دا دي اوس مونږ دلته ددغو کسانو په لاس کې یو، که اودس کوو د دوی په اجازه، که ډوډۍ خورو هم تر څو چې دوی یې په هغه خپل وخت را نه وړي، مونږ یې نشو خوړلی! اوبه او چای هم همداسې، بهر ته د دوی له اجازې پرته نشو وتی!

که کوم کارمند هسې یوه وړه ښه خبره را ته وکړي، یا هسې له لیرې لږ را ته موسکی شي، څومره ترې خوشحالېږو، ستاینه یې کوو، چې دا کارمند ښه سړی دی، ځکه ښه رویه کوي، په ورین تندي خبرې را سره کوي، او که کوم کارمند تندی را ته تریو کړي، خبرې ته مو غوږ نه ږدي، بد او رد راته وايي څومره بده اغیزه را باندې کوي!؟

ظاهرجان ویل چې ‎، بالکل سمه خبره ده، ما خو په کور کې ډېره بده رویه کوله، بې ځایه به غوسه کېدم، بس نور مې توبه ده، الله ته توبه وباسم چې نور داسې نه کوم، او له مېرمنې څخه مې هم بخشه غواړم، بله ورځ د پنج شنبې ورځ راغله، د ظاهر جان پایواز راغلی و، کله چې له پایواز نه راغی، ما پوښتنه تر وکړه چې څه حال وو، په کور کې دې خیرت وو؟ پایواز دې څه ویل چې بچیان دې ښه وو؟ ده ویل هو الحمد لله ګرد سره وايي ټول سره شه وو! ورور ته مې ویل چې له ټولو نه بخشه را ته وغواړه، آن د کوچنیانو مور ته هم ووایه چې بخشه راته کوه! ما ویل اوس دې ښه کار کړی، الله به دې زر ایله کړي!

بله ورځ چې له پایواز نه راغی، سخت په غوسه و! ما ویل ظاهر جانه! خیرت و! وايي یه کاری ساب کسم ده کیسه یې سره ګډه وډه کړې! ما ویل ولې؟ وايي: دا زما ورور دی کابلی وکیل را ته نیولی، او بیا یې مخکې له مخکې پیسې هم ور کړې دي، ما ورته ویل چې دا خو دې زما دشمن ما ته وکیل نیولی! ته نه یې خبر چې کابلیان ټول زما دشمنان دي؟ تا خو زما دشمن ما ته وکیل نیولی! کابلیان خو چالاک خلک دي، پیسې درڅه اخلي نور دې کار نه کوي!

 ما ورته ویل ځه خیر دی الله جل جلاله مهربانه دی، صبر کوه، ایله به شې! وايي یه کاري ساب فکر مې ډېر سخت خراب سو! آخر ما څه ګناه کړې چې نه مې ایله کوي، تاسو ملایان وایاست چې الله جل جلاله تر مور ډېر مهربانه دی! د ا درې میاشتې کېژي چې الله جل جلاله ته د شپې او د ورځې ژاړم! له ټولو ګناهونو مې توبه ورته ایستلې ده، چې بیا به داسې نه کوم! دا دي تر ننه ایله نه سوم! زه چې خپلې مور ته دوه ورځې وژاړم! زړه یې را باندې خوژېژي، خبره مې مني، الله پاک ته خو مې درې میاشتې دا دي وژړل! ناره مې نه اوري! نه مې ایله کوي! زه پرې پوه شوم چې د سړي ماغزه کار نه کوي، یو بل ملګری را سره وو، هغه هم لږ لږ تسلې ور کوله، مګر څومره به چې مونږ تسلې ور کوله همغومره به  د ده غوسه سختېده، آخر مې هغه ملګري ته ویل چې پرېږده یې خبره مه ور سره اوږدوه، اوس به بل څه ووايي، او په رښتیا هم چې نورې یې ډېرې ګډې وډې وویلي! وروسته بیا ښه شو! …

      نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x