شعـــــرونه

د بې ننګو رول ! شاکر مموزی

غوا توره پۍ یې ســــــپېنې بدلېدی نه شي هیڅکله

چې اوښ وهي په بډه پټـــېـدی نه شــــــي هیڅکله

سهار دی څه ماښـــــام نه دی ، ملته ورته ګوره
شیخ سـترګې پټې کړې نور لیدی نه شي هیڅکله

ځنځیرچې د صلیب د غــــلامي یې وي په غاړه
نو چیغې د حق نوم ته ټینګــــېدی نه شي هیڅکله

چې مینه یې د خـــــدای او دټاټوبي له زړه ووزي
سرټیټی شي ملت ته هسکـــــېدی نه شي هیڅکله

ســـــبین ږیریه ! په دې تېرعمر ته څه کوې نادانه
هوس کړلې برباد ، ترې خوځېدی نه شي هیڅکله

یهودیې کړل دوســــــــتان او شو بري له مسلمانه
په وینوشو ککړ نور پاکــــــــېدی نه شي هیڅکله

په دم که په منــــتر به داملت نور خطا نه کړي
زانګو د مور وطن کې زنګېــدی نه شي هیڅکله

چې خپله مور ازار کړي موربري ده له دې زویه
ښېرا د مورپسې ده خلاصـــــېدی نه شي هیڅکله

شاکره د بې ننګو رول مطــــــرح نه دی ملت ته
خپــــــــــــــلواکه ملتونه خرڅېدی نه شي هیڅکله

شاكر مموزى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x