کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / فلسفه د علومو مور ده/ عصمت الله صالح

فلسفه د علومو مور ده/ عصمت الله صالح

عصمت الله صالح

زیاتره کسان، ډېری وخت په فکر کولو کې تېروي. دا ترډېره ښايي هغه خلک وي چې د خپل ژوند شېبې د وصال خلاف، په تنهایۍ ارزوي. له ښاره لرې، د ټولنې په یوه تشه څنډه کې، د کلي په یوه بې شوره کوڅه کې، ډېر بیا د خپلې هستوګنې لپاره داسې یو کور هم غوره کوي؛ چې چارچاپېره ترې د ګاونډایانو شتون نه وي.

راځم بحث ته، پورتنۍ جملې خو زما هغه اند و چې له هر فلسفي بحث سره سر نه خوري، خو زه چې کله هم یوه فلسفي بحث ته مټې بډ وهم، یوه هڅه مې دا وي؛ ترڅو متن په داسې کلمو پیل کړم چې د ټاکلې موضوع سره، په غیر مستقیم ډول خپل ملاتړ وښيي.

فلسفه د علومو مور ده؟ دایوه داسې پوښتنه وه چې ښايي زما ډېر فلسفي بحثونه یې له سره تېر شوي وي.

علوم د علم جمع ده، علم یعنې پوهه؛ زما له انده: یوازې هغه څه چې انسان یې په ورځني ژوند کې د خپلو حواسو په مټ له چاپېره طبیعت څخه جذبوي، په ذهن کې ځای ورکوي، خپله اروا پرې آراموي، دولت پرې ګټي، د آخرت توښه برابروي، د ټولنې په پیاوړتیا کې یې لګوي… علم دی. (( دلته یو تن رانه وپوښتل؛ علم خو په خپله د جامعې د پرمختګ سبب دی، انسان نو بیا په دې کې څه رول لري؟)). ځواب ورکوم: د انسانانو ترکیب ټولنه ده! جاهله ټولنه، بې علمه خلک رامنځته کوي.

خیال کړم په بله لاړم، بېرته موخې ته راځم؛ ترکومه پورې چې ما د فلسفې په اړه مطالعه کړې: (( فلسفه له حکمت (پوهې) سره مینه ده.۱ هرهغه څه چې لوستل کېږي علم دی او هغه څه چې نه لوستل کېږي فلسفه ده.۲ او فلسفه د علومو مور ده.۳))…

فلسفه علم نه دی او فلسفه د علومو مور ده؟؟ دغه پوښتنې له ډېر وخت راهیسې زما په ذهن کې بې ځوابه پرتې دي؛ مطالعه مې کړې، تفکر مې کړی، بحثونه مې کړي خو بیا مې هم کوم مثبت ځواب نه دی موندلی. نن غواړم دغه پوښتنه چې (فلسفه علم نه دی خو د علومو مور ده؟) د خپل اند په رڼا، یو څه روښانه کړم.

یو سیند دی د کال په ټولو موسمونو کې ډېر مست بهېږي، زورورې څپې یې انسانان څه چې لویې لویې ډبرې هم له ځان سره وړلای شي. خو که یو ناڅاپه د دغه سیند شور او چیغې یوازې په تشه موسکا بدلې شي، یعنې اوبه پکې دومره کمې شي چې په تل کې یې خړې او سپینې ډبرې له ورایه ښکارېږي: ددې علت په اړه به بیا موږ څه وایو؟  ښکاره خبره ده؛ کله چې ورګډ شو، د اوبو کمزورتیا یې احساس کړو، نو وایو به چې: توبه توبه! سخته وچکالي شوه، الله تعلی د رحم وکړي.

له دې څرګندېږي چې د هغه مست سیند اوبه یوازې د باران په نشتون کې نه، بلکې ترځمکه لاندې د خوځنده چینو، د ورکېدو یا ټیټېدو په نتیجه کې هم کمېږي او وچېږي.

پورتنۍ بېلګې ته په کتو سره:

فلسفه د علومو مور ده؟ که فلسفه نه وي: (تفکر، عقل، خیال، لیدلوری) نو علم به بیا څنګه خپل اوچت مقام ترلاسه کړي. عقل دی چې دهغه په واسطه علم ترلاسه کوو، د عقل په نشتون کې په علم پسې هڅې؛ دا نو بیا هسې بې منزله مزل دی، بې درده د ویر چیغه ده… که تفکر نه وي دعلومو توپیر ته به لاس تر زنې ناست وو: ادب به په ساینس ورګډوو، طب ته به بیا د ارواپوهنې نوم اخلو… نو په پایله کې وېلای شم چې:

په عقل او تفکر آباده فلسفه د ټولو علومو مور ده.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    صالح صاحب سلامونه می ومنه !
    ستاسی دا خبره چه فلسفه د علومو مور ده ، که یی په سطحی ډول وڅیړو سمه ده مور او پلار تر اولاد دمخه وی ، یا مور او پلار د اولاد وسیله جوړیږی فلسفه هم د علومو د مخه لمړنی خیالی نظریات وی ، مګر دغه خیالات کله د علم برخه جوړه شی یعنی د راتلونکو فلاسفه وو په واسطه بلاخره د علومو برخه جوړه شی او دا هم کیدی شی چه د یوی نامعلومی خیالی پدیری سره هغه فلسفی نظریه اړیکی او ورته والی نه لری، د زمانی په تبریدو چه تعقل او تفکر وده کوی په هغه نظریه چلیپا راشکل کیږی یعنی نه یواځی د علم برخه نه جوړیږی بلکه کله کله د نورو فلاسفه وو او علماوو د حیرانتیا او حتی خندا سبب هم ګرځی . یعنی هغه ډوله نظریات د مور او پلار معیوب اوللاد ته ورته دی چه کله یی تشکل حتی ناممکن وی ( لکه د یو ماده حیوان سره چه بل غیر متجانس حیوان چه ډی ان ای او ار ان ای یی سره نه مساوی او نه ورته والی لری جماع وکړی . له دغه جماع اولاد نه جوړیږی او یا د عین جنس نر او ماده سره یو ځای کیږی مګر د کوم موټیشن او یا کوم ډول ناروغیو یا غدایی موادو له امله اړین هارمونونه نه ترشح کیږی ماشوم جوړ مګر معیوب ، کله له زیږیدو دمخه مړ او که بیدا هم شی نیم مړی او نیم ژوندی غیر عادی ژوند تیروی چه هم خپله او هم دنورو د اوږو بار وی .
    فلسفو او د فلاسفه وو بیطرفی هم اړینه ده ، که فلسفی نظریه د بشریت سره د خدمت کولو په خاطر وی چه د طبیعت له مهربانی لمن څه په لنډ مهاله او یا اوړږد مهاله صورت کی ترلاسه کړی نظریه یی مثبت اړخ ولری نظریه یی په علم بدلیږی او بشریت ته یی ګټه رسیږی او که نظریه یی غلطه شی ، د بلی نوی نطریی د زیږولو په هڅه کی شی ، یعنی د فلاسفه وو دغه ډول نظریات د احتهاد او محتدهدینو ته ورته دی اجتهاد کوی که یی اجتهادی فرضیه مثبت اړخ ولری خلک یی له فتوو استفاده کوی او که یی اجتهادی فرضیه غلطه ثابته شی خلک یی هغه نظر نه منی مګر هغه مجتهد ته اوس هم درناوی لری ځکه د هغه اراده دا وه چه خلکو ته یی په هغه فرضیه کی ګټه ورسیږی ،الله ج دغه مجتهد ته که فتوی یی مثبت اړخ ولری دوه اجرونه او که منفی اړخ ولری هم یو اجر ورکوی .
    مګر که د هغه مجتهد او یا د هغه فلاسفه نظریات د یو شخصی غرض یا تګلیاری له مخی وی یعنی د خپلی تګلیاری د پاره په خپلو ناسمو نظریاتو عامه اذهان مغشوشوی هغوی اصلا فلاسفه نه دی هغوی دروغجن او مکار غله دی یا هغه حریص او استثمارګر انسانان دی چه د زر، زور او تزویر په واسطه خلک استثماروی او غ۸لاموی یا هغه بدمرغه حریص انسانان دی چه د انسانیت له مداره د شیطانی مدار ته ښکته شوی یعنی انسانی شیطانان جوړ شوی چه نن یی مونږ او تاسی نښی نښانی په نړی کی ګورو چه ګله د یو او کله د بل ایزم په ډول راڅرګندیږی .
    ښه مثالونه سقرااط ، ارسطو ، افلاطون ، مارکس ، داروین ، هیګل اوداسی نور دی ، په اروپا کی انحراف شوی عیسویت تر اخری کچی د وحشت اسره مخ وو یعنی د خلکو د استثمارولو د پاره د وخت د حکومتونو سره اوږه به اوږه روان وو یعنی د یو بل ملاتړ به یی کولو تر دی چه جنتونه او دوزخونه به یی په خلکو پلورل ، چه له امله یی خلک افراطی مخالفت سره مخ شول او په ضد یی افراطی پاڅون ( اتیزم ) وکړو او د داروین ، سقراط ، مارکس او هیګلی په شان اتیستی نامعقوله او له اوله ناممکنه فلسفی نظریات یی ورکړل مثلا د خدای له شتون څخه یی په دی فارمول انکار وکړو چه مونږ څه نه وینو هغه نشته او ……. له هغو وروسته د هغه پیروانو په نورو بیلابیلو نومونو اتیستی ایزمی مکتبونه رامنځته کړل لکه کمونیزم ، کاپیتالیزم ، نشنلیزم ، سکولریزم ، لیبرالیزم او داسی نور …
    زه به تاسی ته د داروین اتیست چه د اتیستانو د پلار حیثیت لری ، یو مثال به دی اړه چه انسانان له شادو رامنځته شوی ووایم ، هغه وایی چه د تکاملی فلسفی په لړ کی هر غړی چه کارول کیږی هغه وده او چه نه کارول کیږی هغه له منځه ځی دای فارمول شو د دغه فارمول له مخی بیا وایی چه یوه ځانګړی د افریقا شادو د هند د شادو سره د هند یا افریقا په ځنګلو کی په داسی ډول یو ځای شوی چه په کومو خاخونو کی یی لکۍ نښتی وی شکیدلی وی ، د هغو بچو لکۍ نه لرلی ، له هغوی د زمانی په اوږدو کی اوسنی انسانان جوړ شول
    په داسی حال کی چه د انسانانو او ټولو ژوندی موجداتو د جوړیدو حجری ( ریپروډکشن سل ) په لکۍ کی نه وی که دیو حیوان غوږونه یا بوزه غوڅه شی د هغوی بچی به خامخا غوږونه او پوزه لری ، د داروین دغه نظریات له اوله دهغه د اتیزم له مخی وو یعنی هغوی له سره بیطرفه یا بلکل فلاسفه نه وو . خبره راڅخه اوږده شوه کشکی دا می د یوی لیکنی په دول لیکلی وی د زړه بړاس به می وتلی وی په هر صورت کیدی شی دا خبری په کومه لیکنه کی راټولی او لږی اوږدی ولیکم مننه