کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / ننګرهاريان له مستعفي والي نه حساب غواړي
ننګرهار

ننګرهاريان له مستعفي والي نه حساب غواړي

عزيز چوپان

د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد كرزي د واكمنۍ پر مهال ښاغلى ګل آغا شيرزى د ننګرهار د والي په توګه وټاكل شو، هغه تر دې د مخه د كندهار د والي او فوائد عامې د وزير په توګه كار كړى و. تر ګل آغا شيرزي د مخه شهيد حاجي عبدالقدير او حاجي دين محمد د ننګرهار د واليانو په توګه كار كاوه. حاجي عبدالقدير يو ځل د مجاهدينو په واكمنۍ كې د ننګرهار والي وټاكل شو چې په ۱۳۷۵ كې كله چې طالبان پر ننګرهار مسلط شول او بيا يې ټول ختيز ولايتونه ونيول، حاجي عبدالقدير لومړى پېښور ته ولاړ او له هغه ځايه بيا راغي او د شمال جبهې سره ملګرى شو، خو چې طالبانو سقوط وكړ، نوموړى بيرته ننګرهار ته د والي په توګه ورغي، خو تر يوڅه مودې وروسته ، هغه د ولسمشر د مرستيال او فوائد عامې د وزير په توګه وټاكل شو چې ياد وزارت ته د تګ په لومړۍ ورځ كله چې له وزارته راوووت د تروريستانو له خوا وويشتل شو او شهيد كړاى شو. كه څه هم په ولس كې داسې ګونګوسې خپرې شوې چې هغه د چا په اشاره او د چا له خوا شهيد كړاى شو، خو نه يې كورنۍ تر اوسه په علني توګه پر چا لاس كېښود او نه هم حكومت د هغه په باب څېړنې وكړاى شوې چې په رسمې توګه يې د هغه د قاتل نوم اعلان كړى واى. تر هغه وروسته حاجي دين محمد او تر هغه وروسته شيرزي والي شو.

په هر حال كله چې ګل آغا شيرزى ننګرهار ته ولاړ، نو په پيل كې يې په ننګرهار كې د بيا رغاونې او نوې رغاونې يو شمېر كارونه وكړل، د جلال آباد ښار سركونه يې پاخه كړل د سراج العمارت د تاريخي ودانۍ د بيا رغولو كار يې پيل كړ، هغه لوبغالى يې جوړ كړ چې د ده په نامه ونومول شو، خو وروسته د ننګرهار په ولس كې د هغه د ادارې په باب ډېر شكايتونه راپورته شول او د ننګرهار يو شمېر سپين ږيري پخوانى ولسمشر ښاغلي كرزي ته راغلل چې هغه نور له ننګرهاره تبديل كړي. همدارنګه د ننګرهار له ولايته د ولسي  جرګې وكيلانو د هغه پر خلاف غږ پورته كړ، خو زور يې پرې ونه رسېد، خو تر كومه چې د ننګرهار ولايت د بيارغاونې خبره وه؛ نو همغه كيسه وه چې: د ډول غږ له ورايه ښه لګېږي. د ننګرهار ولايت د بيارغاونې ګرمې نغارې وډنګول شوې، خو په منځ كې دومره څه نه و. په دغه وخت كې د دولتي ځمكو د غصب او همدارنګه اداري فساد په اړه شكايتونه زيات شول، ان چې پر شيرزي خو د ولايت قصر ته په ډېر لږ واټن كې بريد هم وشو، خو دى ترې روغ رمټ راوووت.

تر شيرزي وروسته ښاغلى مولوى عطاء الله لودين پر داسې مهال د ننګرهار والي شو چې په نژدې مستقبل كې پرې د ولسمشرۍ انتخابات را روان وو او د ولسمشر كرزي د واكمنۍ شيبې د پاى شېبو ته نژدې كېدى. ښاغلي لودين د دغسې يوه نازك حالت له لامله يوڅه مثبت ګامونه خو واخستل خو د ډېر محسوس كار سرته رسولو موقع يې ونه مونده او كله چې اوسنى ولسمشر اشرف غني، د ملي وحدت د حكومت په رأس كې راغي، او ټول واليان يې سرپرست اعلان كړل؛ نو ښاغلي لودين دا ښـه وګڼله چې د ولايت له دندى استعفى وركړي. بايد ووايو كه هر څوك ننګرهار ته د والي په توګه استول كېږي بايد دا هوډ ولري او هم دا قوت چې د هغو كورنيو پر وړاندې ودرېږي چې ننګرهار يې په دواړو لاسو چور كړ.

تر ښاغلي لودين وروسته، د كرنې وزارت معين سليم خان كندوزى د ننګرهار د والي په توګه وټاكل شو خو لكه چې وايي: سالي كه نكوست از بهارش پيداست. هغه په ننګرهار كې هغسې ونه ځلېد لكه څومره چې ترينه تمه كېده. ځكه ننګرهار يو سرحدي ولايت و او له علمي، فرهنګي او سياسي پلوه تر كابل وروسته د هېواد دويم ولايت ګڼل كېده، په ځانګړې توګه په شاهي دوره كې ننګرهار د هېواد په اداره كې مهم نقش درلود او د دموكراسۍ د لسيزې دوه صدراعظمان ډاكټر عبدالظاهر او شهيد محمد موسى شفيق او مرحوم صباح الدين كشككي دواړه د لوى ننګرهار وو. په ملګرو ملتو كې د افغانستان دايمي استازى مرحوم استاد عبدالرحمن پژواك او ډاكټر عبدالقيوم ټول د لوى ننګرهار وو. همدارنګه لوى ننګرهار د لويو اديبانو لكه مرحوم استاد صديق الله رشتين، مرحوم مولانا قيام الدين خادم، مرحوم استاد ګل پاچا الفت، همدارنګه شهيد محمد موسى شفيق او مرحوم استاد پژواك ټاټوبى و او دغسى په سلګونونور ياد اديبان او روښانفكران .

د سليم خان كندوزي په څېر د ولايت له چارو سره يو نابلده كس يوه دغسې ولايت ته د والي په توګه واستول شو. د هغه له تګ سره سم په هغو غاصيبونو او په فساد كې د ښكيلو كسانو په وجود كې يو ځل بيا ساه وچليده. د دغو كسانو په سر كې حاجي ګل مراد او حاجي فاروق راځي چې د ننګرهار ووړ او زوړ يې د  غصب او فساد په اړه پيژني.  داسې ادعا كېږي چې د كانال د ځمكو په غصب كې يې له يادو دوو مشهورو غاصبينو سره شناخت درلود چې دا اوس د حكومت دنده ده چې دا موضوع وڅېړي او اصل حقيقت را وسپړي چې حقيقت څه دى. لنډه دا چې كندوزي د خپل ولايت په شپاړس مياشتنۍ دوره كې داسې څه ونه كړل چې ننګرهاريان هغه د نوموړى د يوى لاسته راوړنې په توګه ياد كړي او يا دى خپله پرې ووياړي.

په ۱۱-۷-۱۳۹۵ نېټه سليم خان كندوزي د يوې رابللې غونډې په حضور كې خپله استعفا اعلان كړه، هغه پر دې اعتراف وكړ چې هغه څه يې ونه كړاى شول چې ننګرهاريانو ترينه توقع لرله. په ځانګړي توګه د تير اختر په شپو كې چې خواوشا دوه اوونۍ پر ننګرهار د سروبي بريښنا قطع شوې وه، مدنی ټولنې ورپسې دا دوسيه را وسپړله چې په دې رسوايۍ كې د ننګرهار والي لاس لري او آن چې د لغمان والي يې هم ورسره ياداوه چې بيا دهمدغې مدنې ټولنې د فشار په نتيجه كې چې ننګرهار ولايت مخې ته يې د تحص خيمې ولګولې د برېښنا مزي په ۲۴ ساعتونو كې وتړل شول چې دې كار د مدني ټولنې د غړو پر ادعا د صحت مهر لګاوه.

په هر حال كندوزي د ننګرهار له ولايت استعفى وركړه، كه څه هم د دې كرښو د ليكلو تر دمه لا د هغه استعفى د مركزي حكومت له خوا نه ده منظور شوى؛ خو حالات داسې ښيي چې د هغه د استعفا په منلو كې به څه ستونزه نه وي؛ ځكه د ولايت په چارو كې نه كفايت، په پراخ اداري فساد كې د هغه د ښكيلتيا په اړه ادعاوې او د يوه نوي سياسي حالت رامنحته كېدل ددې غمازي كوي چې په ننګرهار ولايت كې به بدلون راځي. كابل نيوز تلويزيون خو لا دا احتمال هم څرګند كړ چې ښايي راتلونكى والي د حزب اسلامي له خوا معرفى شي. عام تأثر هم دا دى چې ښايي حزب، ننګرهار د خپل سياسي سنګر د يوې داسې نقطې په توګه له ځانه سره وساتي چې د احتمالى خطر په صورت كې د شاګرځ لپاره ځاى ځايګى ولري.

په هر حال متأسفانه له ۱۳۷۱ نه را په دې خوا ننګرهار يو خواخوږى والي نه دى موندلى، البته په استثناي  توګه چې ښاغلي لودين ته كومه تمه كېده هغه په يوه نازك پړاو كې د ننګرهار والي شو، نور چې هر څوك راغلى هسى يې د خدمت نغارې ډنګولي دي، خو ننګرهار د داسې سياسيونو،علماو، اديبانو او روښانفكرانو او ويښو قومونو كور دى چې نه يې څوك غولولى شي او نه خپل عيبونه د ولس له سترګو نه پټولى شي، هيله ده ترخه ماضي بيا تكرار نه شي.ښه؛ ښاغلي كندوزي خو د ننګرهار له ولايته استعفى وكړه خو د ننګرهار سپين ږېري او عام ولس غواړي چې هغه دې د خپل شپاړس مياشتنې ولايت حساب وركړي بيا دې ځي. ايا مركزى حكومت دې ته چمتو دى چې له ننګرهاره يې پيل كړي او دا روښانه كړي چې په ننګرهار كې كوم والي څه كړي دي او بيا د ښاغلي كندوزي پر كارنامو هم رڼا واچوي. يواځې افغان ولس نه دى چې له حكومته غواړي نور په هېواد كې د اداري فساد خپره كمبله ورټوله كړي؛ بلكى نړيوالې ټولنې هم له افغانستان سره خپلې مرستې په دې پورې تړلي چې افغان حكومت له اداري فساد سره كلكه مبارزه پيل كړي؛ خو حكومت تر اوسه پورې په دې لار كې هغه وروستني ګامونه هم نه دي اخستي. حكومت له هغو ۳۳۳ دوسيو سره څه وكړل چې له اداري فساد سره د مبارزي پخواني رئيس ارواښاد ډاكټر عزيز الله لودين يې څو ځلي د تلويزيونو له لارې ادعا وكړه چې لويې څارنوالۍ ته يې استولي؛ خو هملته غيب شوي دي چې معلومه ده په فساد كې ښكيل كسان دومره زورور دي چې نه پرې د لوي څارنوالۍ زور رسيږي نه د سترى محكمې. او نه پرېږدي چې پر دوسيو يې غور وشي. بايد ولسمشر زموږ د عدلي او قضايي اورګانونو تر شا ودرېږي چې عدالت تأمين شي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ