کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / دا هوایي داړه ماران
سوريه

دا هوایي داړه ماران

فاتح کاروان

روسي جنګي الوتکو نن د سوریې په حلب ښار کې د “هلال شوقي” په نوم روغتون هم بمبارد کړ، تر دې وړاندې روسي هوایي داړه مارانو درې نور روغتونونه هم بمبارد کړي دا خو د ملګرو ملتونو د امنیت شوری دایمي غړی روسیه ده د دوی نه علاوه امریکایي طیارو هم خپلې وحشیانه بمبارۍ ته دوام ورکړی چې قربانیان یې زیاتره د حلب ښار ملکي وګړي دي څوک شته چې ځواب راکړي ولې په امریکا کې د شرابیانو او لوطیانو په مرګ نړۍ لړزیږي او په فرانسه کې د څو تنو یهودیانو د مرګ د ماتم سیورې په ټوله نړۍ خپریږي خو نن چې په حلب ښار کې ښځې، ماشومان، سپین ګیري او ځوانان له یوې مخې په بیلري بمونو په شهادت رسیږي ټول بشریت پرې ګونګه خوله دی؟؟ ولې د حلب ښار اوسیدونکي انسانان ندي؟؟ ولې هغوی د ژوند حق نلري؟؟ او که دا چې امریکا او روسیه څوک وژني د هغوی پدې نړۍ کې هیڅوک د پوښتنې او پر هغوی د اوښکو تویولو نشته؟؟ د تعجب ځای خو دادې چې د نړۍ دوه سوپر پاور طاغوتي هېوادونو ( امریکا او روسیه) د نړۍ یوه ډیر کمزورې برخه د خپل ښکار هدف ګرځولې ده! هیڅوک پدې اعتراض راپورته نه شول چې دا د تمدن او بشري حقوقو ټیکه دارانو ولې په ډیره سپین سترګۍ د سوریې او په ځانګړي ډول د حلب ښار مظلوم مسلمانان تر اور لاندې نیولي!! ولې هره ورځ او هره شپه پرې بیلري بمونه اچوي او د دغه ځای د مسلمانانو نسل وژنې ته یې ملا تړلې ده؟!! آه دا څومره د غم او درد ځای دی چې د اسلامي امت د وجود یوه ټوټه داسې د كفارو لخوا په اور سوځیږي او نور امت د غفلت په خوب ویده دی!! دغه د فیل په غوږ کې ویده امت ته به له قبر نه محمد ابن قاسم، طارق ابن زیاد، قتیبه بن مسلم الباهلي او سلطان صلاح الدین ایوبي راپورته کیږي او که به دغه امت د اسرافیل علیه السلام د شپېلۍ غږ ته انتظار وي چې تر څو یې د غفلت او سستۍ خوب له سترګو والوځي؟!! هلته په حلب کې هرې خواته زما د خویندو، میندو او زما د مظلومو ورونو د وجود سوځیدلي او په بارودو وریت شوي اندامونه پراته دي او دلته زما مسلمانان ورونه د غفلت په داسې خوب ویده دي چې د مرګ او ژوند یې توپیر نشته! که له یوې خوا امریکایي طیارو د افغانانو څخه د ژوند حق اخیستې له بلې خو اسرائیلي درنده ګانو د فلسطین د مسلمانانو عام وژنه په ځان فرض بللې او بودایي لېوانو بیا په برما کې د مسلمان امت د لوڼو او زامنو وجودونه په تبرونو، چړو او برچو ټوټې ټوټې کړل، د دوی غوښې یې په اور وریتې کړی او بیا یې د ټپوسانو او ګیدړانو په څېر وخوړلې، خو اسلامي امت په مرګوني خوب ویده دی او د بیداریدو یې کوم څرک نه لګیږي.

هو ابن الوقت جاهلان او د صلیب نوکران به ضرور دا وایي چې زموږ خپل غم ډېر دی د حلب سره زموږ څه کار، خو د یو دردمن او مسؤل مسلمان په حیث به دوی ته زه ووایم چې زما د دین او وجدان غوښتنه همداده تر څو زه د خپل ورور او خپلې خور غم تر خپل غم سپک و نه ګڼم او هغه ډول چې پر خپل ځان خفه کیږم هماغه ډول باید د خپل ورور په درد خفه شم او یوه شېبه یې هم له غمه ځان بیغمه نکړم، دا خو وګورۍ چې د نړۍ په یو سر کې یو کافر وژل کیږي د نړۍ په بل سر کې کفار پرې د غصې نه لړزیږي دا صفت او دا ځانګړنه خو زموږ وه اوس ولې له دغه صفته تېښته کوو؟ آیا همدغه ځانپالنه او ځانغوښتنه نده چې موږ یې د ذلت کندې ته ورټېل وهلي یو چې لا به هم دغه جرم ته دوام ورکوو؟!! د حلب د مسلمانانو کړیکي باید نړۍ ولړزوي او اسلامي امت نور باید د خپل وجود د بقا فکر وکړي کنه نو نن چې په حلب ښار کوم اور بل دی د همدغه اور لمبې به ډیر زر د اسلامي امت کومه بله برخه پخپله لمنه کې راونغاړي او لرې نده چې دغه اور زموږ تر کوره تر پخوا په ډیر شدت سره راورسیږي هغه وخت چې د اور دغه لمبې زموږ تر کوره راورسیږي د نورې نړۍ مسلمانان به هغسې بې غمه وي لکه نن چې موږ د حلب په ښار کې د روسي، ایراني او امریکایي داړه مارانو لخوا د مسلمانانو په قتل عام بې غرضه او ورڅخه بې غمه یو!!

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ