کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / په سيمه كې د نوې لوبې پيل؟ افغانستان چېرته دى؟!

په سيمه كې د نوې لوبې پيل؟ افغانستان چېرته دى؟!

م، شفيقي

پاكستان د سارك د غونډې ځنډېدو اعلان وكړ، اصلاً اسلام آباد له مجبورۍ دا اعلان وكړ ځكه د هند، افغانستان، نيپال او بنګلديش له لوري د سارك له غونډې سره پرېكون شوى و چې په نومبر كې به په اسلام آباد كې جوړېده. هند لومړنى هېواد و چې په سارك غونډه كې يې د نه ګډون اعلان وكړ، كه څه هم په ډيلي كې افغان سفير لومړى دغه غږ اوچت كړى وو چې د جنوبي آسيا د همكارۍ سازمان (سارك) غړي هېوادونه دې د سارك راتلونكې غونډه په دې دليل تحريم كړي چې اسلام آباد د ترهګرۍ ملاتړ كوي. خو پر دې ټول ښه پوهېږو چې دا اصلاً د چا خبره ده.

په هر صورت د سارك د غونډې تحريم  د پاكستان سياسي حيثيت ته يو ګوزار و او دا لا مخكې اټكل كېدله چې پاكستان له داسې يوه حالت سره مخ كېږي.

زموږ چارواكي او د دوى فسبوكي اجيران ډېره دا تبلغوي چې ګواكي پاكستان د دوى له لوري منزوي شوى دى، د پاكستان چې د افغانستان په باب قبله سيخه نه شوه او لاسوهنو ته يې دوام وركړ نو ګواكي بيا د ولسمشر غني هڅې وې چې دغه هېواد انزوا ته لاړ. كه دغه ادعاوو نورې ستونزې نه درلوداى، مهمه نه وه، خو د واقعيتونو روښانول د پاكستان د انزوا اصلي حالت روښانوي او دا زموږ له چارواكيو او ولس سره مرسته كوي چې له دې نوي حالت سره مناسب دريځ غوره كړي. د پاكستان انزوا په سيمه كې د امريكا د نوې لوبې له پيلېدو سره تړاو لري، امريكا او هند په سيمه كې د ملګرتيا نوى پړاو پرانيست چې عملاً پر(      ) نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي تړون لاسليك شو، كه څه هم تر اوسه پورې د پاكستان او افغانستان ترمنځ د امريكا تمايل پاكستان لور ته زيات دى، خو په سيمه كې هند بيا تر بل هر هېواد امريكا ته زيات لومړيتوب لري چې ستراتژيكه ملګرتيا ورسره پيل كړي.

د هند او امريكا ترمنځ د اړيكو له نوي پړاو سره سم د پاكستان په اړه د هند په دريځ كې بدلون راغى، سره له دې چې دغه دواړه هېوادونه د نيمې وچې له وېشل كېدو تر ننه ښې اړيكې نه لري، درې لويې جګړې يې ترمنځ شوې، خو په تېرو ۶۹ كلونو كې د لومړي ځل لپاره د هند يوه صدراعظم (نريندرا مودي) د اګسټ په ۱۵مه د هند د خپلواكۍ د ملي ورځې په وينا كې د بلوچستان، ګلګت او بلتستان د خلكو د حقوقو د ملاتړ خبره وكړه او وې ويل چې هند نور د دغو مظلومو خلكو پر سر د اسلام آباد د ظلم او تيري په دوام بې تفاوته نشي پاتې كېداى، ورپسې څو ورځې وړاندې د كلات خان( امير احمد سليمان داوود د روان كال د سپټمبر پر ۲۵ مه ) په لندن كې له هندي رسنيو سره په مركه كې اعلان وكړ چې موږ به د بلوچستان جلاوطنه حكومت اعلان كړو. پر دې سر بېره په دې وروستيو ورځو كې په هندي كشمير كې د پوځ پر يوه مركز په بريد كې تر لسو زيات هندي پوځيان ووژل شول چې ډيلي يې پړه پر اسلام آباد ور واچوله او بيا هند د پاكستان د ننه د كشميري جنګياليو مركزونه وويشتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې وضعه نوره هم ترينګلې كړه. دواړه هېوادونه يو ځل بيا يو بل ته غاښونه چيچي او د راپورونو له مخې خطرناكه داده چې دواړو لوريو له سرحدونو څخه د ملكي وګړو پر كوچولو پيل كړى دى چې دا د جګړې احتمال نور هم زياتوي.

كه ددې وضعې ښه ارزونه وشي هند له پاكستان سره تاريخي لانجه لري چې د يوه لوى متحد(امريكا) سره په ګډه اوس غواړي اسلام آباد ته ګوزار وركړي، امريكا په سيمه كې اوس په داسې حالت كې ده چې خپلې پيل كړې لوبې بل پړاو ته ولېږدوي. كله چې وړم كال د پاكستان او چين ترمنځ د كاشغر- ګوادر دهليز(كورېدور) تړون لاسليك شو، دغه دهليز چين په جنوب كې يوې سمندري لارې ته نښلوي طبيعي ده چې دا ورته ډېره مهمه ده. امريكا چې سيمې ته لښكرې را استولې او دلته يې ستراتژيكې برخې لاندې كړې موخه يې همدغه وه چې د چين او روسيې د غځېدو او راپورته كېدو مخه به نيسي، اوس چې د بلوچستان خبره په دومره لوړه كچه راپورته شوې د امريكا موخه دا ده چې د كاشغر-ګوادر د دهليز جوړېدو مخه ونيسي. پاكستان چې په تېرو لسيزو كې له امريكا او ګاونډيو سره دوه مخې لوبه كوله نن په ريښتيا له ستر ګواښ او سترې انزوا سره مخ دى.

افغان چارواكي چې د پاكستان د منزوي كولو ډبرې په سينه وهي، دا هسې شعاري خبرې دي، په دې لوبه كې افغانستان د نورو لوبغاړو لپاره د يوه مورچل او يا د جګړې د ډګر په توګه ګڼل ګېږي، په دې لوبه كې نه زموږ چارواكي رول لري او نه پكې زموږ ملي ګې تعريف شوې دي، په دې كې شك نشته چې د مشروعيت له تودې ستونزې سره لاس او ګريوان چارواكي دغسې تبليغاتي ډنډورو ته ډېره جدي اړتيا لري، خو په دې نوې لوبه كې چې مركز يې زموږ د هېواد په شمول همدغه شاوخوا هېوادونه دي، بايد افغانستان په دې كې ډېر شعوري او د تعقل پر بنسټ ولاړ داسې دريځ ولري چې كه په دې لوبه كې څه لاسته را نه وړي نورې بدمرغۍ خو ولس ته را نه وړي.

ددې لوبې اصلي لوبغاړې امريكا ده، سيمه ييز مهم ملګرى يې هند دى، موږ هغه مهال د امريكا په لوري درېدلاى او د سيمې له نورو هېوادونو سترګې پټولاى شو چې:

لومړى امريكا له موږ سره صادقانه ملګرتيا ولري، كه څه هم امريكا غير انساني موخې لري، د نورو هېوادونو او ولسونو ځپل او د هغوى د شتمنيو لوټل په هېڅ اصولو او منطق روا كار نه دى، خو موږ به خپله مجبوري وبولو چې په دې نامرده لاره ورسره درومو، خو كه په دې كې بيا هم نه امريكا موږ ته په كوم انساني حق قايله وي نه مو ولس ته داسې څه تر لاسه كېږى چې په دې روانه بدمرغۍ وارزي. نو بيا د سيمې د هېوادونو دښمني پر څه واخلو؟ واقعيت دا دى چې امريكا له خپلو موخو پرته د بل هېواد او بل ولس موخو ته هغه وخت په يوه ارزٰښت قايلېږي چې سرې كرښې ورته كش شي، دا يوازې د امريكا خبره نه ده، په دغسې لوبو كې د هر لوى او اصلي لوبغاړي دغه خصلت دى.

كه افغانان په بشپړه خپلواكۍ په دې نوې وضعه كې خپلې ګټې تعريف نه كړي، يو معقول دريځ ونه لري، د پخوا په څېر پرديو ډولونو ته څڼې وغورځوى، خداى مه كړه نوې غميزې به راباندې راشي، او هر څه به پكې وبايلو، بايد ووايو چې كه يو ولس خواخوږى او د وخت په نبض پوه زعامت ولري، د هېواد ارزښٰتونو او ملي حاكميت ته ژمن مشران ولري، په ستونزو كې هم فرصتونه موندلاى شي، خو كه له داسې زعامت او سياسي كدرونو څخه بې برخې وي، بيا يې دې الله مل شي.

له ويسا ويب پاڼې نه په مننه


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. محمد نعیم سادات

    دا زموږ کوم افغانان چی نشنلستی افکار لری دوی د ښځو له سترګو نړی ته ګوری [ یعنی هر څه ته د احساس په سترګه ګوری ] دوی پراګماتیک فکر نشی کولای [ یعنی بغیر له احساسه د عقل په سترګه څه نشی لیدلای ] په همدی خاطر دوی په ستراتیژیکو مسایلو نه پوهیږی [ یعنی ناقص العقله دی ] . دوی د هند هیواد د افغانستان یو دایمی دوست هیواد ګنی دا په داسی حال کی چی هند د افغانانو سره څومره یوه تاریخی دښمنی لری او افغانانو ته هندوان د یوه تاریخی دښمن په سترګه ګوری چی په سیمه کی یی هندو مدنیت له منځه وړی او نن هم افغانان د هندو مدنیت لپاره یو خطر ګڼی . که چیری هندوستان په راتلونکی کی زموږ د هیواد سره ګ‌‌‌‌‌‌ډه پوله ولری نو په هغه صورت کی به افغانستان دوهم کشمیر جوړ شی او افغانان به د هغه وخت کشمیریان وی . یعنی هندوان به بیا زموږ هیواد کی بیرته هندو مدنیت را ژوندی کوی او افغانانو ته به پخپل هیواد کی د یوه اشغالګر په سترګه کتل کیږی لکه نن چی د کشمیر له خلکو سره کوم برخورد کیږی او یا هم یهودیان د فلسطینانو سره کوم برخورد کوی .

  2. محمد نعیم سادات

    نو په همدی خاطر چی نوموړی نشنلستان د ښځو له سترګو نړی ته ګوری [ یعنی یواځی د احساس په سترګه نړی ته ګوری ] باید په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول دوی ته وخت ورنکړای شی چی زموږ د خلکو او هیواد په ستراتیژیکو مسایلو کی دخیل وی . دوی باید یواځی هغو کارونو ته پریښودل شی کوم چی د احساس سره اړیکه لری . لکه د موسیقی غږول ، د طبیعیت د ښکلاوو ستایل ‌، د مشاعرو جوړول ، کرکټ او د فوټبال ناری سوری وهل او داسی ورته نور کارونه

  3. غلي کيني د پاکستان چمچو دا خبري مو چيرته کتابچه کي وليکي او ټوله ورځ يي يوبل ته کوي . نور ستاسو په دي رقم خبرو خلک. نه غوليږي ځان خبر کړي ؟