کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د اچین په ملکي وګړو د بمبارۍ ضد لاریون وشو

ننګرهار: د اچین په ملکي وګړو د بمبارۍ ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار سلګونو اوسیدونکو او د ولایتي شورا غړو نن د جلال اباد ښار کې د اچین د وروستۍ بمبارۍ پر ضد لاریون وکړ.

تېره اونۍ امریکايي ډرون الوتکې د اچین ولسوالۍ د شډل بازار په سیمه کې د یوه قومي مشر حاجي رییس کور بمبار کړ چې له کبله يې ۱۵ ملکي وګړي و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

ملګرو ملتونو د اچین د پېښې پخلی کړی و او ویلي یې وو چې په بمبارۍ کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي.

نن د شینوارو ولسوالیو اوسیدونکو، مدني فعالانو او د ننګرهار ولایتي شورا غړو نن د دغې بمباریو پر ضد د جلال اباد ښار کې لاریون وکړ.

دوی چې د «مرګ پر جاسوسانو، مرګ په غافلو مسوولینو، موږ د اچین د پېښې عاملینو محاکمه غواړو، ولسمشره! اچین وژغوره» شعارونه يې ورکول له ځان سره يې په پېښه کې د وژل شوو ملکي وګړو عسکونه هم لېږدول.

د ولایتي شورا یو غړي عبیدالله شینواري وویل چې د اچین په بمبارۍ کې وژل شوي ټول کسان ملکیان دي او حکومت باید په اړه څېړنې وکړي.

هغه زیاته کړه چې ملګرو ملتونو په دې اړه تحقیق وکړ چې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي خو حکومت بیا به هېڅ اقدام ونه کړ.

شینواري وویل چې «دا د شینوارو غوښتنه ده چې ولسمشر باید په دې اړه څېړنې وکړي، موږ شل ورځې وخت ورکوو، که څېړنې ونشوې، د تورخم-جلال اباد لاره بندوو».

د لاریون په پای کې یو پریکړه‌لیک هم ولوستل شو. په پریکړه لیک کې و ویل شول چې د پېښې په اړه دې څېړنې وشي، د پېښې قربانیانو ته دې تاوان ورکړل شي، شینوارو کې د جګړه ختمه شي، بې ځایه شوو کورنیو سره دې مرسته وشي، شینوارو کې دې د بیا رغونې پروژې پیل شي او هم دې يې خلکو ته د تحصیل زمېنه برابره شي.

هغوی ګواښ وکړ چې که حکومت د شینوارو غوښتنو ته ځواب ونه وايي دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي او حتی د تورخم – جلال اباد لاره به د ترافیکو پر مخ وتړي.

بل لوري ته د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وویل چې ولایتي حکومت په دې اړه څېړنې کړي او معلومه شوي چې د اچین ټول وژل شوي کسان ملکیان دي.

هغه ویلي چې دولتي تحقیقات بیا ښيي چې په وژل شوو کسانو کې داعش غړي هم شته دي.

خوږیاڼي زیاته کړله چې دوی هیله‌من دي چې مرکزي حکومت به د پېښې د څېړنې لپاره
باصلاحیته هیئت ننګرهار ته ولیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ