
په افغانستان کې د بیان ازادي د نشت برابر ده
قریشي زیاته کړه چې په افغانستان کې د ژورنالیستانو وژنه يو فرهنګ ګرځيدلی؛ له همدې امله موږ غواړو چې د ژورنالیستانو قاتلین باید محاکمه شي.
په عین حال کې د افغانستان د ازادو رسینو د مرکز مشر وحيدالله توحيدي وویل چې د ژورنالیستانو وژونکو ته باید سزا ورکړای شي. توحيدي د افغان ژورنالیستانو د ژوند په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه، چې تر اوسه په لسګونو ژورنالیستان وژل شوي او حکومت يې د وژونکو د نيولو په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې په هيواد کې ژورنالیستان د غیر مسؤولو وسلوالو او حکومتي زورواکو لخوا تل له جدي ستونزو سره مخ دي.