
کندز: د بریښنا مرکز او قالینو په بازار کې اور لګېدلی – ویډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): نن د ورځي د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د کندز په مختلفو برخو کې جګړه په توندۍ سره روانه وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه د کندز څخه د ویډیو نشرولو سلسله جارې ساتلې، نوموړي ویلي چې دولتي ځواکونو د بالا حصار قرارګاه څخه د برېښنا د توزیع پر مرکز راکټونه وار کړي، چې له امله یې په یاد مرکز کې اور لګېدلی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اور اوس هم بل دی که مړ شوی دی.
نوموړي همداراز د یوې بلي ویډیو په نشرولو سره ویلي چې د کندز ښار د قالینو په مارکیټ باندي هم دولتي ځواکونو توغندۍ ویشتلي چې له امله یې هلته هم اور لګېدلی او له امله یې عامو دوکاندارانو ته لوی زیان رسیدلی.
#جنایت:
نن په کندز کې مزدور او خارجي دښمن په ملکي تأسیساتو دبریدونو په دوام دقالینو مارکيټ په توغندویو وويشت چې خلکوته يې سخت زیانونه واړول. pic.twitter.com/CVcdJQsunK— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 4, 2016
نوموړی نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي ځواکونه په دغه کار باندي غواړي د کندز ښار د ولسي وګړو څخه انتقام واخلي او خپل ناکامي د ملکي تلفاتو په اړولو سره پټه کړي.
باید وویل شي چې تېر کال هم کله چې طالبانو کندز ښار ونیوی، امریکايي ځواکونو په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوازیني فعال روغتون تر نیم ساعت زیاته بمباري وکړه چې له امله یې په لسګونو ډاکټران، نرسان او ټپيان ووژل شول او یو شمېر یې نور ټپيان شول.

تېره ورځ ددغه روغتون د بمبار لومړی کلیزه د بې سرحده ډاکټرانو له خوا ولمانځل شوه.
طالبانو نن د ورځي په اوږدو کې وویل چې ددوی جنګیالیو نن ورځ د کندز ښار په بالا حصار کې د دولتي عسکرو قرارګاه تر برید لاندي نیولی او تر خپلي کلکي محاصرې لاندي راوستلې ده او همداسي یې د ولایت پر مقام باندي جګړه وکړه چې د دوی په وینا له امله یې د کندز والي د هوايي ډګر په لوري وتښتېد.
بل خوا دولتي سرچینو او پولیسو د ورځي په اوږدو کې د خپلو بریاو خبرونه ورکول او وې ویل چې د کندز ښار مرکزي چوک یې یو ځل بیا د طالبانو څخه نیولی دی.
د ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه د خپری شویو ویډیو پر اساس طالبان د چوک له لاسه وتل مني خو وايي چې په نیژدې ساحه کې ورته جګړه روانه ده او ډیر ژر به یې بیرته ونیسي.
مجاهدین له کندز څخه:
ډیر ژربه ځان بیرته چوک ته ورسوو.
شیبه مخکې pic.twitter.com/arLUHua3U0— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 4, 2016
د کندز ښار مرکزي چوک د تېر کال په جګړه کې هم پر کندز باندي د کنټرول مرکزي نقطه بلل کېده چې هر لوري به یې د نیول ادعا کوله.
ذبیح الله مجاهد همدراز په خپل ټویټر کې د یوې ویډیو په نشرولو سره ویلي چې په ښار کې دننه د چورلکو ویشتلو لپاره وسلې هم نصب کړي تر څو د دولتي ځواکونو چورلکي په نښه کړي.
مجاهدین په کندز کې د دښمن په هلیکوپترو هم بریدونه ته دوام ورکوي. pic.twitter.com/fstoblvSiC
— ذبیح الله مجاهـــــد (@Zabihulla13) October 4, 2016