کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / اروپايي اتحادیې د ګډحکومت سره ۲۰۰ ملیونه ډالر کومک وکړ

اروپايي اتحادیې د ګډحکومت سره ۲۰۰ ملیونه ډالر کومک وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله دواړه د افغانستان په نمایندګي دا وخت د بلجیم په پلازمینه بروسلز کې دي چیري چې به سبا د ۷۵ هیوادونو او شاوخوا ۲۵ مختلفو تنظیمونو او نړیوالو سازمانانو استازي د افغانستان په اړه جوړي شوي غونډي کې ګډون وکړي

نن د غونډي په څنډه کې د ښځو د حقوق په اړه یوه ناسته تر سره شوه چې د اشرف غني په ګډون د نوموړي ښځي رولا غني، ډاکټر عبدالله، سیما ثمر او نورو چارواکو ویناوي وکړې.

د نن ورځي په ترڅ کې د اروپايي اتحادیې له خوا د ګډحکومت د مالیې د وزیر سره یوه معاهده هم لاسلیک شوه د کوم له مخي چې به اوروپايي اتحادیه حکومت ته د دوه کلونو لپاره ۲۰۰ ملیونه ډالر ورکوي تر څو په حکومت کې دننه اصلاحات راولي، ښه حکومتولي پراخه کړي.

دغه توافقنامه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او اوروپايي اتحادیې د نړیوالي همکاري او پراختیا ادارې کمشنر نوین ممیکا تر منځ امضا شوه.

اکلیل حکیمي په دې مناسبت رسنیو ته وویل چې د اروپايي اتحادیې له لوري ۲۰۰ ملیونه همکاري به د دولت بودیجي ته ځي تر څو یې دولت د اصلاحاتو، ښه حکومتولي، د ښځو او نارینه مساویانه حقوقو په بخش کې مصرف کړي.

نوموړي اروپايي ټولني ته اطمینان ورکړ چې همکاري به یې بې ځایه نه ځي بلکي د څه لپاره چې ورکړي په هغه برخه کې به کارول کیږي.

د یادوني وړ ده چې د بروسلز په غونډه کې ټول ۷۵ هیوادونه ګډون کوي،  په دغه کانفرانس کې د ۷۵ هیوادونو څخه د ۲۲ هیوادونو چې اکثره یې اروپايي هیوادونه دي، د پاکستان په شمول د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه ګډون کوي. پاته 53 هیوادونه د مرستیالانو، مشاورینو او سفیرانو په کچه ګډون په کښي کوي.

د کتونکو په باور په دغه هیوادونو کې ډیری داسی هیوادونه هم اشتراک لري چې د افغانستان د قضیی سره نه ده لیري او نه هم د نیژدې کوم تړاو لري، بلکي یوازي د رسمي دعوت تر لاسه کولو وروسته یې مناسبتا خپل استازي ور لیږلي.

په نړیوالو تنظیمونو او ټولنو کې د آی ایم ایف، نړیوال بانک، ناټو، د اغا خان تنظیم، د ملګرو ملتونو په لسګونو مختلفي ادارې، سرصلیب او آسیايي بانک اشتراک لري.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ