د افغان ملي تاریخ بیا چاپ شو

books((د افغان ملي تاريخ)) كه د افغانانو ملي روح يا ملي فلسفه!؟

سرلوړى قدرت الله حداد ((فرهاد)) د همدې كتاب ليكوال دى، چې په هېواد ، سيمه او نړۍ كې يې د افغانانو پر ملي روح او فلسفي تفكر ټينگار نه يوازې څرگند كړى، بلكې ملي ارزښتونو ته يې د تړاو مثلثي بڼه هم وربخښلې ده.

ليكوال ملي پيدايښت له تېر، حال او راتلونكي سره تړلى او هره پېښه يې د بلې پېښې د هېندارې په توگه لوستونكيو ته وړاندې كړې ده.

ليكوال د دغه سترملي كارد زيارگالنې لپاره څه نا څه نيمه پېړۍ د ((افغان ځان))، (( افغان روح)) او (( ملي فلسفې)) د پېژندنې، ژغورنې او هڅونې بېلابېلې سياسي، اقتصادي او فرهنگي ناخوالې زغملي، خو په ملي روحيه يې ملي فلسفه تانده او تنده ساتلې ده.

حداد ((فرهاد)) د څرگندو سرچينو په ډاډ وايي: افغانان د دين، پت او خپلواكۍ ساتونكي شوي، چې  په كابل، بابل او زابل كې يې  اور، غنم  او راشه درشه( قانون) د تاريخي دورې دوه يم انسان ته ورپېژندلي دي.

د ق.ح. فرهاد تاريخي څرگندونې ښوونيزې او پوهنيزې ځانگړې ځانگړتياوې لري، چې له نورو تاريخ پالو او تاريخوالو يې رابېلوي.

د افغان ملي تاريخ د اسلام  له منځي محمدي ص شريعت وړاندې او راوروسته د افغان لس امپراتورۍ يادوي، چې نه يوازې پېنځه ترې وړاندې واكمنې وې او پېنځه ترې راوروسته واكمنې شوي، بلكې د دين، پت او خپلواكۍ ساتنې ارزښتونه يې هم پرلپسې خوندي كړي دي.

په دې تاريخ كې د ((افغان ځان)) احمد شاه بابا واك وځواك د اوسني افغان واك و ځواك نومول شوى، چې د چنگيزخان راليږدول شوي باروت اوس هم  پخپل واك و ځواك كاروي.

د افغان ملي تاريخ په افغان ولس كې رټل شوې او منل شوې څېرې هم را په گوته كړي او له افغان ځان راوروسته شاه زمان ولس منلى او فتيح خان ولس رټلى نوموي.

دغه راز په درانيانو كې شاه شجاع او په سردارانو كې(( اميركبيرافغانستان)) دوست محمد خان بې تورې شاهان بولي، چې خپل زامن يې هم تېروتنې او خطا ته اړ كړي دي.

په دغه تاريخ كې د مكناټن وژونكى وزيراكبرخان نه دى او دا وياړ د خپلواكۍ نوميالي رجب خان خپل كړى دى.

د افغان ملي تاريخ څرگندونې په ډاگه كوي، چې د افغانانو تاريخ بايد وڅېړل شي؛ ځكه مونږ په افغانستان كې له انگريزانو راپاتې او امريكايانو ته سپارل شوي له ولس رابېل څلور ډوله رټلي انسانان لرو:

– له لومړيو د خير هيله نه كيږي، خو شرجوړولى شي.

– دوه يمه ډله نه خير رسولى شي او نه شر؛ د غولونې او تېرايستنې په نيت چپتيا غوره بولي.

-درېيمه ډله هرڅه د خپل ځان لپاره غواړي، د ولس غم ور سره نه وي، خو نورې ډلې زېږوي.

-څلورمه ډله د ځان په څېرد نورو سمونه غواړي.

له تېرو درې پېړيو د دغو انسانانو له واك و ځواك سره د دين غوښتنې، پت ژغورنې او خپلواكۍ هڅونې په روحيه جگړه روانه ده.

په هره توگه د افغان ملي تاريخ د لومړي ټوك د بيا چاپ هڅه دې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز بنسټوال الحاج امام الدين ساپي ، درانه قدرت الله حداد ((فرهاد)) او ټولو افغانانو ته بختوره شي.

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.