ادبي لیکني

داد محمد ناوک دژوند ادبي بهیر مېلمه و

ژوند ادبي بهیر۷۸مه ناسته دروان کال ۱۳۹۲/۹/۴مه د ننګرهار پوهنتون په انګر کې د عبد الباسط (امیرزوي) په تلاوت پیل کړه.

ویاند سمیع الله (مجاهد)دغونډې مشر داد محمد (ناوک)مېلمه صدیق الله (روان) او کور به سباوون(خاموش)وټاکل شو

دتېرې اونۍ ګزارش مجاهد په خپله ولوست،دادمحمد(ناوک)وویل راپورښه و،لنډ و اومهم نظریات یې په کې راخېستي و.

نقیب احمد(عزیزي)وړاندیزوکړ،که دغونډې د ګډونوالو نومونه راوړل شي،ښه به وي.

ځانګړې موضوع شاه محمود(عابد) د(فقر)په باره کې راوړې وه.

ادبي درس هلال(عاجز)دپښتو(یاګانو)په باره کې وړاندې کړ.

ټولوګډونوالو ادبي درس خوښ کړ،هغه ملګري ،چې په نورو پوهنځیو کې دي، د (یاګانو) سره به اشنا شي.

له ادبي درس نه وروسته ازاده مشاعره وشوه، په لسګونو شاعرانو په کې ګډون کړی و.

دغونډې مشر دادمحمد ناوک غونډه ښه وارزوله، ده وویل بهیروال باید له دې نه ډېره هڅه وکړې.

غونډې منظمې کړي، ځانګړې موضوع ته ځانګړی پام وکړي، دلته راټولیدل یواځې د شعر اوریدلو او شعر ویلو په مانا نه دی، دلته باید یو فکر هم ورکړئ.

راتلونکې ناستې ته سمیع الله مجاهد دځانګړې موضوع او سباوون خاموش دکره کتنې له پاره دشعر راوړلو ژمنه وکړه.

غونډه په دعایه پای ته ورسېده.

خوشال درانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x