کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / کوټه : د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر د ډزو له امله ۵ ښځي وژل شوي

کوټه : د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر د ډزو له امله ۵ ښځي وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بلوچستان ايالت مرکز کوټي ښار پر کيراني سړک باندي د هزاره زيارت کوونکو پر بس موټر نا پېژانده وسله والو ډزي کړي.

ويل کيږي بريدګرو لومړی بس موټر درولی او وروسته يې پر ښځينه سپرلۍ ډزي کړي.

پېښه تېره ورځ ماښام مهال را منځته شوې او له امله يې ۵ ښځي وژل شوي.

د بلوچستان حکومت وياند انورالحق کاکړ په ياده پېښه کې د ۴ ښځو وژل تأيدوي.

د بريد مسؤليت لشکر جهنګوي العالمي ډلي منلی او زياتوي یاد بريد يې د سوريي د عامه اولس د انتقام په موخه تر سره کړی.

ياد بريد داسي مهال تر سره کيږي چې په پاکستان کې د محرم لمانځلو لپاره پاکستاني حکومتي چارواکو امنيتي تدابير سخت کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ