افغانستان

په افغانستان کې یو امریکايي عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددوی یو تن عسکر د افغانستان په ختیځه کې د اسلامي دولت ډلي (داعش) سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

د امریکايي رسنیو په قول د امریکا د پوځ مشاورین د افغان دولتي ځواکونو سره په پوځي عملیاتو کې د مشورې ورکولو په موخه ګډون کوي.

د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ددوی یو عسکر هغه مهال ووژل شو کله چې یې پر موټر په ځمکه کې ښخ شوی ماین وچاودېد.

پنټاګان تر اوسه خپل د وژل شوي عسکر هویت نه دی څرګند کړی او نه یې هم ویلي چې په دقیقه د ننګرهار ولایت په کومه سیمه کې دغه پيښه را منځته شوې.

د امریکا د رسمي شمیرو له مخي په افغانستان کې اوس تر لس زره کم پوځیان پاته دي کوم چي د سپيني ماڼۍ په قول په جګړو کې برخه نه اخلي او یوازي افغان ځواکونو ته مشورې او روزنه ورکوي خو په دې وروستیو کې دغه ځواکونه یو ځل بیا د جګړو په ډګر کې د افغان ځواکونو تر څنګ اوږه پر اوږه جنګیږي او د الوتکو په ذریعه پر طالبانو او ولسي وګړو بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

دا هسی د هیواد والو ، نړیوالو او د هغوی د خبلو هیوادوالو په سترګو کی د خاورو دوړول دی . لمړی : هره ورځ ، هره اونۍ ، هره میاشت او هر کال د طالبانو په بریدونو کی په لسګونه اشغلګر او به ځانګړی دول امریکایی عسکر په مینونو ، مخامخ بریدونو او داسی نورو وژل کیږی هغه په خره نه سپروی او دا یو عسکر د داعشیانو په نامه امریکا ته رسوی او هلته یی په لوی محفل کی دداعش د شهرت د باره تجلیلوی ؟ دا که دوکه نه ده نو څه ده ؟ دوهم : بیا… نور لوستل »

pattang

دا مردار شوی د خدای پاک جهنم ته واچوي خدای پاک دنور هم مردار کړي ! زمونږ هېواد یې اشغالکړی او مونږ وژني !
ډېرې مندې ژاړي او ډيرې ځوانې کونډې شوې !
نالت په فاسدو اشغالګرو !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x