کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندوز : څرخي الوتکو ملکيان بمبار کړي / ويډيو

کندوز : څرخي الوتکو ملکيان بمبار کړي / ويډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل):په کندوز ولايت کې حکومتي چورلکو د بمبار په مهال ملکيان په نښه کړي.

نن ټکي اسيا ته په را لېږل شوې ويډيو کې ښکاري چې ملکي وګړو يو تن زخمي د لاس په کراچۍ کې را اخيستی او غواړي د تداوی په موخه يې له سيمي وباسي.

ملکي وګړي په ويډيويي صحنه کې وايي : دولتي چورلکو موږ ډېری ملکي وګړي هغه مهال په نښه او بمبار کړو چې غوښتل مو د جنګ له ساحې ځانونه وباسو.

ملکيان وګړي چې د ياد بمبار شاهدان پاته شوي زياتوي د بمبار له امله نژدې شل تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پر ملکي وګړو بمبار داسي مهال کيږي چې افغان ځواکونه هم په کندوز ښار کې د هوايي بمبار پخلی کوي او زياتوي چې په يادو بريدونو کې يې طالبانو ته زياته مرګ ژوبله اړولې.

که څه هم حکومتي چارواکي ادعاء کوي چې طالبان يې د کندوز ښار له مرکزي ساحو په شا کړي خو طالبان د چارواکو خبرونه ردوي او ګړی په ګړی د ويډيوګانو له لاري د ښار په مرکزي ساحو کې خپل شتون ښيې.

په کندوز ولايت کې نن څلورمه ورځ هم جګړه په شدت سره روانه ده ، حکومتي چارواکي او د دولت مخالف وسله وال يو بل ته د مرګ ژوبلي اوښتلو راپورونه خپروي.

د يادوني ده چې پرون ورځ هم د چارواکو په توغنديزو بريدونو کې د ملکي وګړو د غاليو مارکېټ لو لپه شو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ