کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د کور د خرڅون اعلان «خوندوره کيسه»

د کور د خرڅون اعلان «خوندوره کيسه»

اظهار الحق عزيز

وايې يو سړي اراده وکړه چې خپل کور خرڅ کړي او يو ښه کور ته لاړ شي، يو ملګري ته ورغی چې درهنمای معاملات دکان يې درلوده چې اعلان ورته وليکي، هغه ته دده کور صيې مالوم وه، او ډير پوه وه، يو ښکلی اعلان يې ورته وليکه او دکور جزيات يې هم ورته په پوره تفصيل سره ذکر کړل، اعلان داسې وه:

دغره سره نزدې يو خټين کور دی، پراخې کوټې لري، په اوړي کې ډيرې يخې وي، او په ژمي کې معتدلې، سره ديو جيرب حويلۍ، په داخل کې يې دابو کوهی هم شته چې پريمانه اوبه لري، مسجد ته نزدې دی، او دپاخه سرک نه ورته پنځه دقيقې پياده مزل دی، مخې ته يې يوه وړه غوندې باغچه ده دميلمنو دناستې لپاره، چې ټوله ورځ پکې دمرغيو اوازونه دسړي روح ته سکون او خوشالي وربښي، نزدې ورسره پټي دي چې هميشه پکې دکاريز اوبه بهيږي، فضا يې ډيره ارامه او صفا ده چې نه پکې دبازار دکورونو په شان شور او نه پکې دموټرو اوازونه او هارنډونه، او نه پکې ګردونه او لوګي.

کله يې چې اعلان دکور خاوند ته ولوست نو هغه ورته ډير په اهتمام او دقت سره غوږ نيولی وه، دملګري نه يې وغوښتل چې دا اعلان يو وار بيا ورته ولولي، کله چې ليکونکي اعلان بيا ورته تکرار کړ، نو دکور خاوند چغه کړه چې دا څومره ښه کور دی، زه دا ټول عمر دداسې يو کور ارمانجن يم خو خبر نه يم چې فعلا زه پکې اوسيګم، بيا يې خپل ملګري ته وخندل او ورته يې وويل: مهرباني به دې وي، اعلان مه نشروه زه خپل کور نه خرڅوم.

دې کيسې ته چې سړی فکر وکړي مونږ ته الله پاک ډير زيات نعمتونه راکړي خو مونږ ورکې فکر نه کوو، او دنورو خلکو دنيا ته فکر وړي يو.

که مونږ فکر وکړو دنيوي ټول ضروريات چې دالله عبادت ورباندې وکړو پوره دي، صرف شل فيصده به کم وي چې هغه دانسان خواهشات دي، مونږ دا شل فيصده ته ژاړو خو اتيا فيصده چې پوره دي ورته نه خاندو.

مونږ دي ته خفه يو چې دګلانو لاندې ازغي دي او دې ته نه يو خوشاله چې دازغو دپاسه ګلان دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ