ټولنیزه برخه

د فکري ښيرازۍ کمښت مو د نويو سوژو په ورښت جبيره کړئ…..!

انساني ژوند د پيچلو سوژو يوه جاخه ده. خو د دې جاخې له هرې غوټې خلاصولو سره د انسان پر وړاندې د هيلو او اُميدونو يو زرين مزی وغزيږي، څومره چې د دغه زرين مزي غوټي خلاصيږي، همدومره د ژوند کولو تصوّر هم ښايسته کيږي.

دغه غوټي کله ناکله د انساني فکري جمود په بڼه کې هم څرګنديدلای شي، هره ستونزه يوه غوټه ده او د هرې غوټي خلاصول د يوه تحرّک، ډايناميزم، پشتکاري، هڅاندۍ پايله ده.

زموږ د ژوند جال د تصوراتو او تصديقاتو له وريښمين مزي اوبدل شوی دی، که په دغه مزي کې د ستونزو او خنډونو غوټي نه وای، زموږ د ژوند مزی به سيخ او یک نواخته وای، موږ به له تحرک، کار او فعاليته لويدلي او پر کور به ناست وای. يو څوک چې پر کور ناست وي او کار نکوي، هغه اشتباه نکوي، خو يو څوک چې کار کوي، هغه به ارومرو اشتباه هم کوي.
اشتباه څه ګناه نه ده او نه هم کُفر دی، خو په اشتباه پسې اشتباه د انارشي تسلسل افاده کوي، تسلسل يکنواختي ده، او يکنواخته تسلسل ناروا دی، يکنواختي آن په ارام کې هم خوند نه کوي.

ژوند مه يکنواخته کوئ. دا هيڅ ژوند نه دی چې سړی ډګري او دنده ترلاسه کړي، پوره ديرش کاله سهار مهال ځان اوتو او سمبال کړي، شعبې ته لاړ شي، دوسيې سره واړوي را واړوي او مازديګر کور ته راشي.
دا څه د ژوند د يکنواختۍ او کليشه توب ډيره بده بڼه ده. موږ بايد منډې وکړو، ستړي وکړو، تخليقي او ابتکاري کارونو ته مخه کړو، مثبت رقابتونه وهڅوو، خپله هم رقابت وکړو او خلک هم رقابت ته وهڅوو.
د ژوند فلسفه په حقيقت کې له رقابته اوبدل شوي، چېرته چې رقابت نه وي، هلته د نوښتونو مور شنډه وي، ژوند کليشه اي، سليقوي او يَوَه دَوی وي.
ژوند هيڅکله مه يوه دوی کوئ، ژوند رنګين کړئ، ژوند ګڼ کړئ…..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x