کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د محرم الحرام میاشتې په هکله

د محرم الحرام میاشتې په هکله

مولوی نورالحق مظهری

دا په قرآن باندی ثابته سوی خبره ده چی الله پاک ، کال ددوولسو میاشتوڅخه جوړ کړئ دئ لکه په قرآن شریف کی چی راځی:

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] یعنی شمیر دمیاشتو دالله په نزد دوولس دئ چی په کتاب الله کی لیکل سویدی مراد ورڅخه لوح محفوظ دئ.

یوه ددغه دوولسو میاشتو څخه دمحرم الحرام میاشته ده چی دهجری سپوږمیز کال لومړنئ میاشته کیږی ، اودڅلوروځانګړیو میاشتو څخه چی الله پاک په حرم باندی متصف کړیدی یوه میاشت ده. دا میاشته هم ده نورو میاشتو غوندی دوخت اوزمانی یوه برخه ده چی پر انسانانو باندی راځی ، دنورو میاشتو غوندی پدی میاشتی کی هم ځینی پیښی سوی او لاهم کیږی ، پدی لیکنه کی به موږ ددی میاشتی په اړه ځینی مهمی مسئلی او اړین ټکی ستاسو درنو لوستونکی مخی ایږدو.

دمحرم الحرام دمیاشتی شرعی حیثیت

دمحرم الحرام میاشته هم دکال ده دوولسو میاشتو څخه یوه میاشته ده ، په شریعت کی فقط دومره ثابته ده چی پدی میاشتی کی د روژی نیول سنت اویامستحت کار دئ لکه په لاندی حدیث کی چی راځی: عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ » [صحیح مسلم2698].

دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی دجاهلیت دوخت خلګو به د(محرم الحرام) لسمی ورځی روژه نیول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو هم مخکی تردی چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سی دغه روژه نیول ، کله چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ دالله پاک دورځو څخه یوه ورځ ده دهرچاچی زړه غواړی روژه دی ونیسی او که یی زړه غواړی ندی نیسی.

پدی خاطر هم دبخاری شریف په حدیث کی راځی چی عبدالله بن عمر رضی الله عنه ددی ورځی روژه نه نیول: عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[صحیح البخاری 1892]. دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشوراء دورځی روژه نیول نورو ته یی هم دهغی دنیولو امر کوئ ، خوکله چی رمضان فرض سوه نو دغه روژه پریښودل سوه ، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما به دغه روژه نه نیول مګر داچی دده دعادی روژو سره یی موافقت راغلئ وای.

پدی میاشتی کی څو مهمی پیښې

پدی میاشتی کی ډیر پیښی سویدی خو موږ په حیث دنمونی څومهمی پیښی بیانوو:

1. په همدی میاشتی کی موسی علیه السلام او ورسره مسلمانان دفرعون دظلم څخه خلاص سوه پر رود نیل باندی تیرسوه او فرعونیانو پکی غرق سوه.

2. په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دجنګ اوجهاد کولو لپاره دصحابه وو دلګۍ لیږلی دی او غزوی یی کړیدی لکه:سریه ابی سلمه بن عبدالاسد ، سریة محمدبن مسلمه ، غزوه دنجد ، غزوه دقرارة الکدر اوخیبرته تلل.

3. په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دصفیه بنت حیی سره نکاح وکړه.

4. په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دنړۍ مختلفو واکمنانو ته ددعوت لیکونه واستول.

5. په همدی میاشتی کی دقادسیه سترجنګ دمسلمانانو اوکافرانو ترمینځ وسو چی دمسلمانانومشر سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه وو او دکافرانو مشر رستم اوجالینوس وو چی جنګ مسلمانانو وګټئ.

6. په همدی میاشتی کی دحضرت عثمان رضی الله عنه سره دخلیفه اوامیرالمومنین په صفت دمسلمانانو بیعت وسو.

7. په همدی میاشتی کی حضرت عمر اوحسین رضی الله عنهما دشهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

8. بناء پریو روایت په همدی میاشتی کی حضرت علی رضی الله عنه د بی بی فاطمی رضی الله عنها سره واده وکړئ.

همدیته ورته نوری ډیری پیښی پدی میاشتی کی سویدی.

پدی میاشتی کی دعاشوراء دورځی عمل

قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[سنن ترمذی1738] رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: زه دالله تعالی څخه ددی طمع لرم چی دعاشوراء دورځی په روژی باندی به دتیرسوی کال ګناهونه عفوکړی.

البته کوم خلګ چی ددی میاشتی دعاشوراء دورځی روژه نیسی هغوی ته دشریعت لخوا لارښوونه سویده چی باید دنهمی ورځی روژه هم ورسره ونیسی ترڅوچی په روژه نیولو کی دیهودو سره مشابهت رانسی ، ځکه چی هغوی هم ددی ورځی روژه نیسی ، پدی خاطر چی موږ دیهودو سره په مخالفت باندی امرسوی یو نوموږ باید یوه ورځ مخکی تردغی ورځی روژه ونیسو ، اوکه دچاڅخه نهمه ورځ تیره سوی وی نوبیا هغه دی دیوولسمی ورځی روژه ورسره ونیسی.

دمحرم په میاشتی که هیڅ ځانګړئ مصیبت نسته

دشریعت دعمومی اصل پربنیاد چی مصیبت تردرو ورځو اضافه نسته ، نو پدی میاشتی اویا ددی میاشتی پرلسمه چی په هغه وخت کی کومی دمصیبت پیښی سویدی ، اوس یی لمانځل اویایی کلیزه نیول نه رواکیږی لکه چی په حدیث کی راځی: لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحیح البخاری 1281]

یعنی دهیڅ هغی ښځی لپاره چی پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری نه رواکیږی چی پرمړی باندی تر درو ورځو اضافه زینت اوځان جوړل پریږدی (دمصیبت اظهار وکړی) مګر پرخپل خاوند باندی چی څلور میاشتی او لس شپی زینت اوځان جوړل پریږدی (اظهار دمصیبت کوی). په خاصه توګه په نیاحت او لوړ آواز باندی ژړل چی هیڅوخت نه رواکیږی لکه په حدیث کی چی راځی: عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.
[صحيح البخاري كتاب بدء الوحی، حدیث 1294]

ترجمه : دعبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ : چی رسول اکرم (ص) وفرمایل: زموږ څخه ندئ څوک چی خپل باړخوګان په څپیړه (چپلاخه ) ووهی، اوخپل گریوان څیری کړی ، اودجاهلیت دوقت خبری وکړی.

نو پدی میاشتی کی او یا ددی میاشتی په لسمه ورځ چی په ” عاشوراء ” باندی مشهوره ده هیڅ شرعی مصیبت وجود نلری هیڅ مسلمان باید دا میاشته او یا دا ورځ ، دمصیبت او غم ونه بولی ، همدا راز پدی میاشتی کی ځانګړی خوشالۍ او مراسم هم وجود نلری ، دا معلومه خبره ده چی پدی باندی چی الله پاک په لسمه ورځ ددی میاشتی موسی علیه السلام اومسلمانانو ته نجات ورکړئ هرمسلمان خوشال دئ خو داچی ددی خوشالۍ لپاره دی ځانګړی مراسم جوړ سی شرعا هیڅ ثبوت نلری.

پدغه میاشته کی هم دنورو میاشتو غوندی که څوک وغواړی نکاح او واده پکی کولائ سی همدا راز هغه خوشالۍ چی شرعا یی اظهار په واده کولوکی روا وی هم ښکاره کولائ سی هیڅ ممانعت پکی نسته ، که دچا مړئ وسی دنورو میاشتو په څیر پدی میاشتی کی هم ودته نور مسلمانان شرعی تعزیه ویلئ او ورکولئ سی.

خلاصه داچی مسلمان باید پدی باندی پوه سي چې

1. پدی میاشتی کی واده کول هیڅ پروا نلری که څوک یی روا نه بولی هغه ګناهکاردئ.

2. دا میاشت هیڅ ځانګړی مراسم دغم یا دخوشالۍ نلری.

3. دا میاشته دغم او مصیبت میاشته بلل ګناه ده.

4. پدی میاشتی کی سفر کول هیڅ پروا نلری.

5. دا میاشته هیڅ ځانګړی خیرات او ذبیحه نلری.

6. پدی میاشتی کی لکه چی دنیاحت اوغم دمجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل هم حرام اوګناه ده.

7. پدی میاشتی کی که چا داسی خیرات کړئ وی چی بغیرله الله نه یی دبل چا په نامه ذبح کړئ اویا نذر کړئ وی باید مسلمان یی دخوړلو څخه ډډه وکړی.

8. پدی میاشتی کی باید مسلمان دهیچا سره دمصیبت دمجلس په جوړولو کی مرسته ونکړی.
وماتوفیقی إلا بالله علیه توکلت وإلیه أنیب


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ