غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

یو زما زړه دې اشنا ته مبارک وي
نور دې هر څه وه دنیا ته مبارک وي

‹‹زما مورې! الله هو دې را زده کړې
د ښوونکي ورځ دې تاته مبارک وي››

د شهید لالي د سرو وینو خالونه
دې بیاهم دښتِ لیلا ته مبارک وي

تر دې ښه به وې په سپین کفن کې پټه
سره جوړه دې نو اوس چاته مبارک وي!؟

بیا راغلې د پلار کور ته مېلمنه ده
دغه لوی اختر دې ماته مبارک وي

سترګې څنګه در نه واوړي مسلمانې!؟
ځه! جنت دې ستا حیا ته مبارک وي

د زړه صبر دې په خدای شه “خدرخېله”
ژېړ ګلونه دې بورا ته مبارک وي

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۷/۱۳


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ