ټولنیزه برخه

ژوند د یوې بلې زاویې نه

په دې کې هیڅ شک نشته چې د نړۍ روانه بڼه د مثبتو او منفي اړخونو په شمول هغه څه دی چې پکې تر هر چا زیات د اروپايي انسان کردار دخیل دی او په دې اړه مؤثره وسیله هماغه د غرب په انحصار کې پاتې ټکنالوژي ده او د غربي انسان فکري تهذیب.

ولې روان بدلون چې پکې د بشري متحول ژوند ډېری غوښتنې او ډېر ضرورتونه په هنرمندانه ډول پوره کېږي هغه په همدې ملحوظ د ډېرو لپاره په زړه پورې دي او مطرح هم!

ولې دا چې دا بدلون پای له ځان سره د نابودۍ او انهدام او د نورو ملتونو لپاره کوم خطرات لري په دې اړه ډېر کم اروپايي لیکوالان دي چې فکر یې کړی دی او ډېر کم پکې په دې اړه فکر کوي چې د دغه بدلون مبتکرین خپله روان ژوند او نړۍ پر هغه نابودۍ او انهدام دروي چې عواقب یې خپله د بشریت مسخه او فناء ده.

دوه معاصر فیلسوفان په دې لړ کې د بشري کتلو ناوړه عواقبو ته تر نورو زیات متوجه دی او په یو ژورتابه کې یې د نړۍ پای او روان حالت تباه کونکی تصویروي یو یې انګلیسي معاصر فیلسوف « برتراند راسل» او بل یې معاصر فرانسوي فیلسوف «روژي جارودي» دی.

په دې اړه چې دواړه پکې د نړۍ روان سیاسي او اجتماعي جریان راتلونکی خواشیونکي ګڼ بیا هم راسل پکې د پانګوال فکر پلوی او دویم روژي پکې په مجموع کې د سوسیال فکر نه متاثر یا هم کم له کمه د پانګوال فکر شدید مخالف فیلسوف دی.

په دې اړه چې د نړۍ او بشري ژوند پای پر هغو جدي خطراتو ور روان دی چې پکې پای بشریت پر یوه بدغوني ناورین دریږي دواړه فیلسوفان واحد او ورته نظر لري ولې له دې پورته پکې په دې اړه چې د نابودۍ او انهدام لامل پکې په نښه کړي په دې اړه دواړه هومره پخپلو کې مختلف روان دي چې مقایسه یې نه شي کېدای.

یو څه چې دواړه فیلسوفان پکې یوه خبره لري هغه دا چې د دې نابودۍ او انهدام عوامل زیات د همدغه اروپايي نهضت په سیاسي او اجتماعي بدغوني او تپل شوي تهذیب په دننه کې مشکل او صورت پيدا کوي منتهی راسل پکې د شوروی په استبدادي نظام او غلطو دریځونو او بیا د دوو بلاکونو د مخامخ کېدو هر څه د دې انهدام باعث ګڼي او روژي پکې برخلاف پانګوال نظام د دې مخ په نړیدو روانې نړۍ لامل ګڼي.

راسل پر آزادۍ او دموکراسي زړه بایلودی فیلسوف دی او خپله ورکه د امریکا په نظام کې ویني که څه هم دا امریکا کمونست شي ولې روژي چې په یو تدریج کې د سوسیالیستي فکر نه مذهبي او بیا په یو ژورتابه کې د اسلام په خوا کې دریدلی هغه په اروپايي پانګوال نظام کې د معنوي اړخ له افلاسه نړۍ ته دا ټول خطرونه او ګواښونه پيښيدونکي ګڼي او په مجموع کې له غربي تهذیب نه ښه خاطره نه لري.

خو راسل پکې د پانګوال نظام په آزادۍ ډېر حساب کوي او د خطر زیات لاملونه د شوروی په استبداد او په هغو مقابلو کې ویني چې نړۍ ته یې بالفعل خطر ګڼي.

مونږ چې په یو بله او لرې نړۍ کې ژوند کوو مونږ ته پکې هومره یقیني شوې ده چې نړۍ او بشریت ته لوی خطر په همدغه اروپايي تهذیب کې نغښتی چې د نړۍ برخلیک یې نن په قبضه او واک کې دی.
راسل وايي نړۍ په نژدې زماني واټن کې د دریو نه د یوه احتمال په خوا روانه ده:

اول د یوه درېیم نړیوال جنګ هغسې تباهۍ ته چې د زمکې مخ به پکې یواځې جامدو ته پاتې وي.
دویم احتمال بربریت ته د بشریت راستنېدل او دا هله چې د بشري کتلې پکې یوه اقلیت ته راوګرځي.
درېیم احتمال د یو واحد نړیوال حکومت جوړېدل دی چې د زمکې ټولې درنې وسلې به د هغه په انحصار کې وي او راسل همدغه احتمال ته امیدوار دی که څه هم به ځینو اړخونو کې استبدادي وي.

راسل په دې اړه بله او تر پورته مطلب بل خطرناک اټکل کوي وايي چې له دې درېیو نه به کوم احتمال سبقت وکړي وايي په دې اړه اټکل نه شم کولای ولې په دې پوهیږم چې په نژدې راتلونکي کې به د ژوند دغه نمط چې مونږ ورسره عادت یو دا به له منځه ځي.

هغه د خپل ماحول نه په الهام استدلال کوي چې ډېری دیته ترجیح ورکوي چې د دې په ځای چې د شوروی حکومت ته تسلیم شي له هغه نه د بشري ژوند خاتمې ته ترجیح ورکوي که څه هم راسل دغه انديښنه یوه غیر واقعي اندیښنه ګڼي ولې بیا هم په غرب کې د نړۍ او بشریت په راتلونکې یې د دغسې یو خمار جنوني جذبه رالوڅه کړې ده.

په بل مخ کې روژي مسلمان اروپايي فیلسوف چې د ژوند یوه مرحله یې په سوسیالیستي فکر کې تېره کړې ده هغه پکې د روانې تباهۍ او بیا راتلونکي یقیني سقوط لوی لامل همدا پانګوال تهذیب او خپله امریکا ګڼي چې د درېیو پېړیو په لړ کې د یوه چاغ شوي امپرالېستي حرکت په لړ کې یې نړۍ او ملتونه داسې پخپلو خونړیو پنجو کې د هدېرې سر ته ورسوله.

مونږ پکې دومره ورزیاته ولای شو چې د نړۍ بدلوونکی اروپايي تهذیب چې ماتې پرګنې یې پکې په یوه سپیره مظلومیت وروستی تنفس کاږي همدا تهذیب به د همدغه متمدن انسانیت لپاره متمدن قبرونه او هدیرې شي.

که څه هم راسل پکې د شوروی ماتې دومره ممکن او نژدې نه لیدله ولې شوروی پکې د یوه فقیر ملت سره په ټکر کې میدان هغسې امریکا ته پريښود چې د راسل د اټکل مطابق ټوله نړۍ پکې د امریکايي نظام په چوکاټ کې ځایول غواړي ولې بیا هم پاتې فاتحه امریکا پکې له هاغه بې وسه ځواک سره مخامخ په ډغره کې ده چې د شوروی د ماتې باعث شو دا که هر څه تفسیر کړو خو یوه پکې یقیني ده او هغه دا چې د امریکا په چوکاټ کې دا لویه نړۍ په تېره اسلامي نړۍ د ځایه ډلو نه ده او روان جنګ د همدغسې غبرګون له تل نه پورته شوی دی.

څومره چې په تېره پېړۍ کې انسان ته د هماغه اروپايي امپراتوریو او اروپايي متمدن انسان ته خطرات پېښ شول، په ۲۱مې پېړۍ کې له دې زیات او زیات خطرناک خطرونه انسانیت ته همدغه اروپايي متمدن انسانانو پېښ کړي.

روانې جګړې چې څوک ژور او تکرار مطالعه کړي پکې هومره اروپايي متمدن انسان طراح دی او پایلې یې د همدغو زوال دی.

لویې انساني فاجعې د همدغه خوا انسانیت ته متوجه دی.
نړیوالې جګړې… بله اتومي بدغونې جګړه… د ایدز او مخدراتو د ترویج فاجعې…
… دا ټول له هماغې خوا را روان دی چې غرب پکې زمینه جوړونکی دی.
دا چې راسل پکې د شوروی خطرناک اول هر څه ګاڼه نن هغه شوروی پکې له منځه ولاړه ولې خطرات پکې تر هغه هم زیات شول او کاشکی د شوروی زوال راسل پخپل ژوند کې لیدلی و!

په دې اړه مونږ خپلو ځوانانو ته وایو چې ځانته لېوان شپانه مه نیسئ او د بشریت ډېرې ستونزې او لویې ستونزې په پام کې ولري او ننی نړۍ به د هغه چا په لاس او مداخلو ورانیږي چې اصلاً د نورو لپاره د بدیل سوچ وخت نه ورکوي.

دا چې اسلام د خپلو مخالفینو سره خبره د یوه سالم دعوت په پوله پېلوي او بیا یې له هغه نژدې دښمن او مخالف نه پېلوي او په هغه صورت کې چې هغوی پکې د جګړې لار انتخاب کړي بیا هم جګړه پر هغه نظام زغمي چې نه به پکې ماشوم، نه پکې ښځه، نه پکې بوډا، او نه هم مذهبي رجال او بزګران چې په جنګ کې نه دي ولاړ دا یو هم نه په نښه کېږي د دې ټولو معنا دا ده چې پکې نړۍ د یوه مناسب او غیر افراطي نظام لاندې روانه پاتې شي.

د اسلام په اوائلو کې د ما وراء الجار جګړې ممنوع وې او د دې لوی دلیل دا کېدای شي چې اسلام پکې پرته له دې چې لویې جګړې راوپاروي، خپل دعوت په یوه نسبي بې خطره اوضاع کې روان وساتي.

په دې ډول مونږ غواړو د دغسې مختصرې لیکنې په لړ کې خپل لوستونکي ته وښيوو او ووایو چې ننی نړۍ چې د بلا بدغونیو او ورانونکیو تحولونو په ژۍ ولاړه ده په دې کې نه اسلام او نه د مسلمانانو افراطي ډلې مرکزي کردار لري دا هغه څه دي چې غرب په یو بدغوني تدریج کې نړۍ دغه ځایته رارسولې ده او انسانیت به د همدغه بدغونیو پرمخ تللیو امپراتوریو له خوا پر هغه بې نظمۍ، یا هم هغه کنډواله ژوند او یا هم هغه استبدادي انسان خوړونکي نظام دریږي چې امریکا لا وار دمخه د هغه لپاره خپلو سپيو ته د جنرالۍ رتبې ورکړې دي.

منم چې غرب د دې وس لري چې خپل سپي جنرالۍ ته ورسوي ولې غرب بیا په دې کې بې وسه دی چې هلته سړي له سپو نه په ښکته درجه کې انسانان داړي او خوري.

زمونږ ځوان نسل چې د هر څه نه د دغه غرب په فحشايي دامونو کې نښلي هغوی پکې د دې لپاره د سوچ وخت نه لري چې وګوري چې بشري متمدنه نړۍ څومره چې په مادي لحاظ متماسکه او پرمخ تللې ده هغه په معنوي لحاظ همدومره پسخیدلی او شاته تللې ده.

په دې اړه چې مونږ پکې بیرته پاتې یو هیڅ شک نشته ولې دا چې لکه راسل چې استنتاج کوي چې د معنوي ارزښتونو او مذهب پورې موښتي ملتونه همیشه بیرته پاتې وي دا پکې یو سطحي تصور دی ځکه د ارزښتونو سره تړاو د هغې معنوي آبادي خبره ده چې هم وخت غواړي او هم قرباني!

مونږ به پکې دا ومنو چې په مادي لحاظ غرب استاد او مخکښ دی ولې دا چې د بشریت د معنوي اړخ په اړه هم دا وړۍ غرب ته ورکړو دا پکې ځکه احمقانه ده چې غرب په دې لحاظ د فرق په نسبت ډیر شاته او ډیر بې پرنسیپه دی او هغه خپلې مادي ترقي بې توازنه کړې ده، له هر چا زیات غواړي او هر څه په کمپيوټري ترازو کې!!

د شرق دوه مهم فیلسوفان اقبال او شهید سید قطب چې دواړه په لږ تفاوت د غرب میلمانه شول هغوی پکې د غرب هغه تباه کیدونکی مستقبل ولیده چې روژي او راسل یې اټکل کړی دی او د همدې ځایه مونږ شرقیان د غرب هر څه منو ولې دا وړۍ او حکمیت پکې دغه غرب ته نه شو ورکولای چې د خپلو مخالفینو په مړو متیازې کوي او یا یوه بې وسې ښځه عافیه صدیقه د خپل بچي سره په عمري قید محکوموي.

مونږ چې ډېر شاته هم یو او په مونږ کې چې طالب په فرهنګي لحاظ ډیر شاته هم دی ولې بیا هم هغه د خپلو مخالفو امریکايي مبریو حرمت ساتي او هغه پخپل ګرفت کې د یوې بې وسې ریډلي عواطف او د ښځینه بې وسه طبیعت هومره پروا کوي چې پای دغه مترقي ریډلي پکې په یوه طالبه باندې بدلیږي.

استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x