
عاجل: په کابل کې زوروره چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل ښار په اومه حوزه کې د دار الامان پر سړک باندي زوروه چاودنه شوې چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو لا یې کره شمېره نه ده معلومه.
چاودنه نن مازیګر شاوخوا پنځو بجو د دوبۍ هوټل مخته یوه کاسټر موټر ته نیژدې شوې. ویل کیږي چې چاودنه د مقناطیسي بم له امله را منځته شوې.
یوې سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې چاودنه د وزارت معادن د کارکوونکو موټر ته نیژدې شوې ده.
تر اوسه د څلورو کسانو د ټپي کیدو په اړه معلومات تر لاسه شوي خو لا کره شمېره په رسمي ډول نه ده څرګنده شوې.
د پيښي مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی او نه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه رسما څرګندوي کړي دي.