کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / رسنۍ د استعمار په چوپړ کښې

رسنۍ د استعمار په چوپړ کښې

مولانا عبدالصبور

مطبوعات او رسنۍ هغه وخت محترمې وې چې واک یې د خپلواکو او محترمو علمي شخصیتنو په لاس کښې وه. د یو څو ورځپاڼو، رسالو او مجلو د مدیرانو نومونه ذکر کوم، تاسو ترې معلومه کړئ چې یو وخت رسنۍ د څومره محترمو او خپلواکو خلکو لاسونو کې وې.

سید جمال الدین افغان (د العروة الوثقی مدیر)، مولوي عبدالرؤف کندهاری، علامه سید محمد رشید رضاء، مولاناسید ابوالحسن علي ندوي، مولانا محمد منظورنعماني (مدیر الفرقان رای بریلي)، مولانا عامرعثماني (مدیر ماهنامه تجلي دیوبند)، مولانا نصرالله خان عزیز د ترجمان القران مدیر (حیدراباد ثم لاهور۱۹۳۲ ع)، مولانا سید ابوالاعلی مودودی (مدیرترجمان القران حیدراباد هند۱۹۳۲ع)، قاضي عبدالحمید فردوسي (پټنه هند) د ماهنامه تحفه حنفیه مدیر ۱۹۰۸ع ، مفتی عمر نعیمي د السواد الاعظم میاشتنۍ مجلې مدیر (مرادابادهند۱۹۱۸ع)، مولوي قدیرالدین، مولوي ناصرعلي د اردو ګائیډ او نصرت الاخبار مدیران (۱۸۵۸-۱۸۷۷ع)، مولانا سید سلیمان ندوي، مولانا شبلي نعماني، بدیع الزمان سعید نورسي، مصطفی کامل بادشاه، اغا شورش کشميري، مولانا محمدعلي جوهر د کامریډ اخبار مدیر چې ۱۹۱۱ ع، مولانا سراج الدین د آیینه سکندر مدیر (کلکته۱۸۳۱ع)، مولوي محمدباقر د دهلي اردو اخبار مدیر(۱۸۳۶ع)، نوموړی ۱۸۷۵ ع کې انګریزانو توپ ته وتړه او شهید یې کړ، مولانا ظفرعلي خان د زمیندار اخبار مدیرچې ۱۹۱۰ع کې یې دا اخبار جاري کړی وه، مولانا ابواکلام ازاد د الهلال مدیر چې ۱۹۱۲ ع کې یې جاري کړی و.

کله چې لیکوالی او دهغه وخت رسنۍ د دغه شان خپلواکو او محترمو خلکو لاس کې وي چې اکثر یې څو څو کرته انګریزانو بندیان کړيدي او ځنې یې انګریزانو شهیدان کړي هم دي، نو خلکو ځکه محترمې ګڼلې چې کردار یې درست وه، د استعمار خلاف خبره یې جرئت سره کوله، د امت مسلمه له حقوقو نه یې دفاع کوله، خو اوسنۍ میډیا د استعمار او ظالمانو په چوپړ کې ده، ځکه ورته استعمار تحفظ ورکوي او ساتنه یې کوي (ببین تفاوت راه از کجا تا به کجا است). په دوهمه مرتبه کې بیا د شتمنو او زورواکو په چوپړ کې ده، د غریب او مظلوم غږ کله هم نه پورته کوي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې دا غږ د استعمار او زورواکو په ضد وي، مسلمانان باید په دې اجیره میډیا هیڅ اعتماد ونکړي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ