افغانستان

کندز: اربکیانو په چاردرې کې یو بزګر وژلی

نن ټکی آسیا: د کندز ولایت د چاردرې ولسوالۍ یو بزګر په خپله کرونده کې د کار پر مهال اربکیانو وژلی دی.
د عیني شاهدانو په قول،دغه بزګر په خپل فصل کې پر کار لګیا و، چې اربکیانو  تر وهلو-ډبولو وروسته  ځای پر ځای کړی.  
د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم پېښه تائید کړه خو په خبره ادعا یې وکړه چې دا یو قصدي عمل نه و.
خو د سیمي اوسېدونکي وايي، چې دا بالکل قصدي عمل و او دا د خپل ډول لومړۍ پېښه هم نه ده. له دې وړاندې هم اربکیانو په سلګونو خلک بې له کوم موجبه رټلي او وژلي .دوی د بېلګي په توګه د هغو دوو بزګرانو وژنو ته اشاره وکړه چې څه موده وړاندې اربکیانو د عشر د نه ورکولو په جرم په خپل کور کې وژلي ول.
په کندز کې د اربکي ملېشو تر ټولو پیاوړی قوماندان میر عالم نومېږي، چې خلک یې د پاټکسالارۍ له مهاله ډېر بد یادوي او اوس هم ترې خورا ترخې خاطرې لري او څو ځلې د ده د اربکي بانډ له شکایتونو سره کابل ته تللي خو بېرته مایوس را ستانه شوي.
نوموړی چې د نظار شورا غړیتوب لري ، په سېمه کې له مودو –مودو راهیسې د حکومت او امریکا ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x