کور پاڼه / ټولنیزه برخه / د نورو د هڅونې دپاره د شخصیت دوه ځواکه

د نورو د هڅونې دپاره د شخصیت دوه ځواکه

لیکوال: براین ټریسي

ژباړه: مشتاق رحیم

تاسې د شخصیت د دوه ځواکونو په خپلولو سره خپل زړه راښکون/کریزما (Charisma) او د نورو تر خپل اغیز لاندې راوستو وړتیا ډیرولې شئ-

پریکړه وکړئ چې تاسې په ځانګړي توګه څه غواړئ

د دغه ځواکونو لومړې د موخې ځواک دې- هغه سړي او ښځې چې زړه راښکون او جاذبې ځواک لري نژدې ټول د خپل ځان په اړه چې دوي څوک دي یو روڼ لرلید لري، په دې پوهیږي چې دوي کوم ځاې ته روان دي او دوي د څه د لاس ته راوړلو په هڅه کې دي- هغه رهبران چې د توکو د خرڅلاو او مدیریت په بازار کې دي د هغه څه چې دوي غواړي جوړ یې کړي په اړه لرلید لري او دوي پوهیږي چې دوي څه کوي او ولې دا څه کوي- دوي یو شمیر لوړې موخې ترلاسه کولو په هڅه کې دي- دوي د ژوند هر اړخ په اړه پریکنده دي- دوي پوهیږي چې په ځانګړې توګه دوي څه غواړي او دوي په دې هم پوهیږي چې باید څه وکړي ترڅو هغه څه چې غواړي ترلاسه کړي- دوي خپل کار پلان کوي او په خپل پلان باندې کار کوي-

ځان ته رڼې موخې وټاکۍ

تاسې د خپل شخصیت زړه راښکون او جاذبې ځواک هره ورځ د ځان دپاره د رڼو موخو د ټاکلو، د دغه موخو د ترلاسه کولو دپلان جوړولو او په خپلو پلانونو د کار کولو له لارې د ډسپلین او ټینګ عزم په درلودو زیاتولې شئ- َټوله نړۍ داسې ښکاري چې هغه چا سره روانه وي څوک چې پوهیږي چې دې چیرته روان دې- څومره چې تاسې د خپلو مقصدونو او موخو په اړه راڼه او روښانه و اوسۍ همدومره به خلک تاسې پورې نورې مثبتې خبرې تاسې پورې تړي- دوي ته به تاسې یو ښه انسان او ډیر د خوښېدو وړ شخصیت ښکارئ- او کله چې تاسې روښانه موخې ولرئ، تاسې بیا هغه خلک او موکې چې د موخو د ترلاسه کولو دپاره اړین ځان خواته په راښکلو پیل کوئ-

په ځان باور ولرئ

د شخصیت د ځواک دویم هغه یې په ځان باور دې-د زړه راښکون درلودنکې نارینه او ښخې په ځان او به هغه څه چې دوي یې کوي پیاوړې باور لري- دوي ډیرې وخت دخپل ځان او د خپل کار په اړه آرامه، ساړه او منظمه وي – ستاسې په ځان د باور کچه ډیرې وخت ستاسې په جرات، ستاسې د هر هغه څه کولو سره علاقه مندي چې  ستاسې د مقصدونو د ترلاسه کولو دپاره اړین دي څخه مالومیږي-

د جلبولو راز

خلک په قدرتي توګه د هغه خلکو لورې ته چې په ځان د باور احساس نندارې ته وړاندې کوي جلبیږي، د هغوخلکو لورې ته چې په خپلو هغو وړتیاو چې ده سره مرسته کوي چې د حالاتو سره په مقابله کې خپلې موخې ترلاسه کړي-

پایلې مخکې تر مخکې و انګیرئ

په خپل ځان باور نندارې ته وړاندې کولو یوه لار دا ده چې داسې و انګیرې چې خلک په قدرتي ډول تاسې خوښوي او تاسې مني، او غواړي چې تاسې سره راکړه درکړه ولري- د بیلګې په ډول، که غواړې چې یو پیرودونکي سره راکړه ورکړه پاې ته ورسوې نو وانګیره چې پیرودونکي تولید یا چوپړتیاوې پیرلي، او بیا لاړ شه او هغه د پیرودونکي ته د سپارلو دپاره چمتو کړه- په خپلو اړیکو کې د بریا ګټلو دپاره تر ټولو ښه لار دا ده چې و انګیرې چې خلک په قدرتي ډول ستاسې ملګرتیا خوښوي او دوي غواړي چې له تاسې سره واوسي او بیا د همدې انګیرنې پر بنسټ مخ ته لاړ شه- همدا چې تاسې په ځان باور درلودونکې برخورد کوئ دا د دې لامل کیږي چې د نورو په سترګو کې ستاسې کریزما زیاته کړي-

عملي تمرین

دوه کاره چې په کولو یې تاسې وړاندې کړې شوي نظریات عملي کولې شئ دلته درته وړاندې کیږي:

لومړې، د کاغذ په مخ فکر وکړئ- خپلې موخې او پلانونه تفصیل سره ولیکئ او بیا یې دوامداره بیا کتنه وکړئ- د دې موخې په اړه نورو سره بحث وکړئ- خپلې موخې او پلانونه نوي کړئ او چې هر کله نوې مالومت ترلاسه کړئ نو بیا یې د سره ترتیب کړئ- د موخو او پلانونو په اړه واضحه او روښانه و اوسئ-

دویم، نورو ته په ځان باور هر وخت څرګند کړئ، آن که تاسې په خپل ځان کې شکي هم یاست- تل د یو ګټونکي په څیر وګرځئ، خبرې وکړئ او او خوځښت ولرئ، لکه د یو داسې چا چې د خپلې بریا او سوبې په اړه پوره ډاډه دې-


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ