ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۲۰)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ د ایمان ارزښت!

الله تعالی وایې:

﴿ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ ﴾
ژباړه: ( بلکې الله تعالی پر تاسې احسان باروي، چې هغه تاسې ته د ایمان لارښوونه وکړه. )

هماغه ستر نعمت او لورېینه چې یوازې هوښیارانو ته جوته ده، دا ده چې: کله چې یو مومن کافر ته وګوري، او همدغه وخت د الله تعالی ستر نعمت ( د اسلام دین ) را په زړه کړي، چې دی په خپل رب کافر او منکر نه دی او د هغه د قدرت، نومونو او صفتونو په وړاندې مبارزې ته نه دی را پورته شوی!
الله تعالی وایې:

﴿ أَفَمَن كَانَ مُؤْمِناً كَمَن كَانَ فَاسِقاً لَّا يَسْتَوُونَ ﴾
ژباړه: ( ایا هماغه څوک چې مومن دی، له فاسق سره مساوي دی!؟ )

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx