نړۍ

د افغانستان ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل شي

د ازبکستان او ترکمستان ولسمشرانو پرون په عاشق اباد کې د سيمې په اړه يو جوړ شوي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د افغانستان مسئله باید د ديپلوماسۍ او خبرو لارې حل و فصل شي. بردي محمدوف او اسلام کریموف د ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو ټينګار وکړ چې د افغانستان اقتصاد او د عامو خلکو ژوند باید په پښو ودريږي او همدغه مهمې ستونزې دي چې باید ژر تر ژره يې د حل په اړه ګامونه پورته شي. دواړو ولسمشرانو په دې خبره ټينګار وکړ چې د سيمې ستونزې باید د ټولو ګاونډیانو په دوه طرفه اخلاص، صميميت، متقابل احترام او د ټولو د ګټو په پام کې نیولو سره حل شي.
دواړو مشرانو په سیمه کې د اوبو د ستونزو په اړه هم بحثونو وکړل او دا يې تر ټولو مهمې وګڼلې.


کریموف او بردي محمدوف د ترکمنستان او ازبکستان په دوه اړخیزه تجارت هم خبرې وکړې چې د ۲۰۱۲ کال په دوران کې تر ۴۵۰ ملیونه ډالر رسیدلی چې باید نور هم وده وکړي. تېر مازديګر دواړو ولسمشرانو د لا زیاتې همکارۍ په موخه تعهد وکړ او د دواړو هيوادو د ګټو په اړوند يې د ګډ سیاسي او اقتصادي کميسون اعلان هم وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x