نظــر

حنیف اتمر د کرزي کشر ورور

رشيد حبیب زئ

امریکا په ډېر پېچلي تکتیک سره د بمونو باران سربېره فکري جګړه هم روانه کړه تر څو افغانستان بشپړ تر خپلې ولکې لاندې کړي خو په دین او هېواد مین ځینو افغانانو یې دا د ورځې لیدلی خوب تعبیر ته پرې نښود . بیا هم که لنډ جګړیز تاریخ ته وګورو امریکایان تر ټولو هوښیار ، مکار ، وفادار او د تاریخ څخه نا خبره دښمن معلومیږي.

هوښیار او مکار په دې معنا چې : د اسامه بن لادن او ۱۱ سپټمبر په څېر وړو پېښو یې ګرده کفري نړۍ د خپل مکارت او مهارت په مرسته دې ته اړ کړه چې ګولۍ وي که باران خو واک او اختیار به د امریکا منل کیږي.

د همدې مکارت په جادو یې ۵۰ هېوادونه تیار کړل چې په افغانستان حمله وکړي د افغانانو خپل خوښې نظام له منځه یوسي او په ځای يې داسې څوک واکداران وټاکي چې دیني او افغاني وجدان یې له لاسه ورکړی وي ، ځکه داسې څوک چې وجدان یې پر ځای وي هیڅکله نه وي تیار چې د خپلې مورنۍ خاورې په اشغال کې دې له دښمن سره همکاري وکړي.

د هېواد سیاسي وضعیت څخه معلومیږي چې امریکایان د هوښیارۍ او مکارۍ څخه څو چنده وفادار هم دي په دې معنا چې چا هم امریکایانو سره ریښتونې مرسته کړې هغوی یې په ښه ډیرو ډالرو ونازول ، په لوړو دندو یې وګمارل او ځینې یې د فامیل سره بهرنیو هېوادو ته ولیږل چې زیاتره یې د اول وخت ترجمانان دي.

اما دا یو یې نا اشنا او د تعجب وړ کار شروع کړی چې هغه مرستندویه ملګري د چا په مرسته یې چې اشغال ته ړوند جواز پیدا کړی غواړي هغوی راته په راتلونکي تاریخ کې هم د یو مجاهد او اتل په نوم ثبت کړي.

د داسې کسانو له جملې څخه یې یو پخوانی ولسمشر حامد کرزی او بل د امنیت شوری رئیس حنیف اتمر دی.

کرزی چې د اشغال له اولې ورځې تر واک وروستئ مودې پورې یې ناسته ولاړه ، داخل او خارج ته تلل، د سټیج په سر خندا کله ژړا ، کله د جنګ او کله د سولې نمائشي نعرې دا هر څه د امریکا په خوښه تر سره کول په عمل کې یې هیڅ داسې کار نشته چې د خارجیانو په ضد یې کړي وي هر وخت یې جنګ خوښ کړی د سولې لپاره په ځای د دې چې دی مخالفینو ته ورشي هغوی په قطر کې دفتر پرانیزي تر ټولو مخکې یې همدا د سولې دښمن بندول غواړي هغه مهال چې تش په نوم واک ورسره و خارجیان یې دوستان بلل خو نن یې د سولې او هېواد دښمنان ګڼي هغه مهال یې ۱۲ کلن جواد ګونتنامو ته لیږه خو نن هر طالب مجاهد بولي او د آزادۍ حق ورته غواړي.

د واک پر مهال یې کندهار کې د ملا محمد عمر په نوم یو جامع جومات نشو زغملی خو نن هم هغه ملا محمد عمر یو پیاوړی مجاهد بولي دا د هغه وفادارۍ ثمره ده چې نن د هر څه ویلو اجازه ورکړل شوې همدا “لامل دی چې نزدې وخت کې یې داسې څرګندونې وکړې چې اوس یې څوک ملي مشر او څوک ریښتونی افغان بولي.

د داسې ملګرو له جملې څخه یې دویم حنیف اتمر دی چې یوه ورځ یې ورباندې د هېواد خرڅولو تړون امضاء که خو دوه کاله بعد یې په هماغه ورځ اسلامي حزب سره د تش په نوم د سولې تړون امضاء که تر څو هغه تیر خیانت یې د خلکو له خولو وباسي او یو ملي خاین د سولې اتل په نوم ونوموي که څه هم ځینې هېوادوال دا یو تصادف بولي خو دا هیڅ کله تصادف نشي کېدای دا هر څه د منظمو پلانونو له مخې ترسره کیږي.

د هوښیارۍ او وفادارۍ سربیره امریکایان هغه قوم دی چې تاریخ ته هیڅ کتنه نه کوي ځکه که یې تاریخ کتلی خامخا به یې د شاشجاع ، ببرک ، کارمل او نجیب له حاله عبرت اخیستی وه او هیڅ کله به یې داسې تیر وتنې نه وې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

حبیب زی صاحب سلامونه می ومنه ! تاسی ډیری ښی موضع ته ګوته نیولی چه ګوډ شیطانان ټولی ورونه او وریرونه دی . زه به هم څه ورسره زیات کړم : ستاسی ټولی خبری نه یواځی تاییدووم بلکه ستاینه یی کوم ، مګر ډیر خلک د امریکایانو د شیطانی هوښیاری یادونه کوی . د امریکا ( متحده اضلاح ) دیهودی فری میسنری ( ماسونیزم ) بنست آیښودونکی یهودی ماسونیزم وو ، لمړی جمهور ریس ( جورچ واشنګټی ) هماغه یهودی ماسونیست وو نه یواځی د امریکا قانون بلکه د امریکا ټول نهادونه د ماسونیزم د الحاد ی تګلیاری له مخی… نور لوستل »

رشید حبیب زئ

وعلیکم سلام ګران استاذ صیب د زړه له تله مو مننه کوم د ستاینی مو پور وړی یم .

wali khan

بس هیڅ هم نشم ویلی، کرزی مزدور، عنی مزدور، اتمر مزدور،ملا صا حب مزدور، طالب مزدور، خکومت مزدور، خو عبدالله ، محقق ، کریم خلیلی، مسعود ازاد او خپلو اک دی. کا شی چی دامو پیژندلی او یا سپیانو ورپسی عپلی چی معلوم شوی وی، خو خیر قیا مت کی معلومیږ، چی دی پا ک ملت پا کی عقید او احسا ساتو جخه چا بده استفاده وکړه. چا لنګوټی لاندی ورته شیطانان وروزل، چا دچپنی لانی وزته وروزل، چا دګیری لاندی ورته وروزل.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x