نړۍ

په مصر کې د سلفیانو یو مشر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو

abد مصر په شمال کې د سینا په ښار کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د سلفیانو یو تن مشر محمد محارب چې په ابو منیر مشهور وواژه.

د مصر د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د سلفیانو مشر ابو منیر چې د سینا په ښار کې د شیخ زوید په سیمه کې په یو کور کې پټ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. ویل کیږي په همدې عملیاتو کې د ابو منیر زوی هم چې نوم يی ندی خپور شوی وژل شوی دی .د مصر حکومت د پیښې په اړه په رسمي توګه څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې د مصر اردو د هیواد په شمال کې د سینا په ښار کې د عملیاتو ته دوام ورکوي . په یاد شوي ښار کې وخت نا وخته د مصر په اردو او پولیسو بریدونه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x