د بغلان په مرکز کې اوه تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو سرچیني وايي چې د بغلان ولایت په مرکز کې اوه تنه دولتي سرتیري دوی ته د خپلو وسلو او یوه رینجر موټر سره تسلیم شوي دي.

پر ټولنیزو پاڼو ددغه کسانو او وسلو انځورونه هم نشر شوی.baghlan-tasleem-1 baghlan-tasleem-2 baghlan-tasleem-3 baghlan-tasleem-4د یادوي وړ ده چې طالبان په کندز کې د پرمختګ وروسته په بغلان کې هم یو شمېر دولتي قرارګاوي او پوستې نیولي دي او همدا رنګه یې د بغلان – کندز لویه لاره د دولتي موټرو پر مخ تړلې ده.

طالبان وايي چې ددغه اوه تنه عسکرو ښه استقبال یې وکړ او هغوی یې تر تسلیمي وروسته خوشي کړه.

طالبان تسلیم شوي عسکرو ته د ښه راغلاست په خاطر د هغوی په غاړه کې ګلان اچوي

طالبان تسلیم شوي عسکرو ته د ښه راغلاست په خاطر د هغوی په غاړه کې ګلان اچوي

jowzjan-tasleem-1د یادوني وړ ده چې وړمه ورځ هم د جوزجان په قوشتیبه ولسوالي کې ۳۰ تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شول، او خپل ۳۰ میله وسله ، شل موټر سایکلونه، او یو رینجر موټر یې هغوی ته سپارلی.

 



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.