افغانستان

د کندهار په شاولیکوټ کې شدیده جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د د کندهار ولایت څخه خبري سرچیني وايي چې ددغه ولایت د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې یو ځل بیا د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ شدیده جګړه پیل شوې.

د شاولیکوټ ولسوالۍ ځايي مسؤولیین وايي چې د کندهار – ترینکوټ لاره له مخکې لا طالبانو تړلې ده او پر دولتي پوستو یې بریدونه پيل کړي دي.
دوی زیاتوي چې طالبان د شاولیکوټ مرکز ته ډیر نیژدې دي او د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ په څو مترۍ کې قرار لري، خو اوس مهال جګړه د شاولیکوټ په زنګیتان سیمه کې روانه ده چیري چې دولتي عسکرو د طالبانو د پرمختګ را ګرځولو په خاطر نوي پوستې اچولي.

طالبانو په هلمند کې هم په تیرو ورځو کې د ناوې او خانشین ولسوالۍ په بشپړه توګه ونیولې، په ګرمسیر او مرکز لښکرګاه ته یې نیژدې د جګړو خبرونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x