
د امریکا مرسته د جګړې لپاره ده – مطمئن
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بروکسل په غونډه کې افغانستان حکومت ته پیسې د جګړې لپاره ورکول کیږي نه د سولي لپاره.
نوموړي ویلي چې د ګډحکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله به کله هم د امریکایانو جنایتونه ونه غندي، او زیاته کړې « غندل پریږده، ګیله به هم امریکایانو ته ونه کړي، او نه به د هغوی تر مخ داسي الفاظ ووايي چې ضمني د امریکایانو له خوا د ولسي وګړو مرګ ژوبلي ته په کي اشاره شوې وي».
د بروکسل په غونډه کې نړیوالي ټولني د افغانستان د حکومت سره د راتلونکو څلور کلونو لپاره ۱۵.۲ ملیارده ډالر مرستي ژمنه وکړه.
باید وویل شي چې نوموړي دغه تبصره وروسته تر هغه وکړه چې د بروکسل د غونډي په شپه امریکایانو د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې پر یوه کلي د چاپې پر مهال د یوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل او یو شمېر کلیوال یې له ځانونو سره بندي خانې ته بوتلل.
تر اوسه د بندیانو په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي چې خوشي شول او که لا بندیان دي.
باید وویل شي چې تیره اونۍ هم د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې بهرنیانو بمبار کړی وو چې له امله یې ۱۵ تنه ولسي وګړي مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي وه. دغه پيښه د ملګرو ملتونو د حقوق بشر ادارې هم غندلې وه.
د یادوني وړ ده چې دوه ورځي وړاندي دولتي ځواکونو د ملګرو ملتونو د مامور پر کور هم چاپه وهلې وه او د کندز څخه په رخصت راغلی د ملګرو ملتونو د اوچا په نامه ادارې مسؤول یې په خپل کور کې د مور او پلار مخته په څلورو ډزو وواژه.
د نوموړي مور هم د خپل ځوان زوی د وژل کېدو په غم کې ځای پر ځای مړه شوې وه.
وړمه ورځ د ننګرهار ولایت اوسیدونکو او د اچین ولسوالۍ د پيښي قربانیانو په جلال اباد ښار کې د والي د مقام مخته لاریون وکړ او د خپل حق غوښتنه یې وکړه، خو تر اوسه د ګډحکومت چارواکو دغه پيښه په رسمي ډول نه ده غندلې او نه یې هم امریکا ته په دې اړه احتجاج کړی دی.