کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندز: د دولتي ځواکونو په توغندیو بل مارکیټ هم وسوځېد
تر اور لګېدو وروسته دکانداران له مارکیټ څخه مالونه راباسي

کندز: د دولتي ځواکونو په توغندیو بل مارکیټ هم وسوځېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه په کندز ښار کې هغه مهال په یو لوی مارکیټ د اور لمبې بلې شوې چې د دولتي ځواکونو توغندي پرې ولګېدل.

دغه مارکیټ چې خوراکي توکي یې خرڅول، د امام صاحب بندر په سیمه کې یې موقعیت درلود او د «حیدري مارکیټ» په نامه یادېده.

kunduz-market2

تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه شته

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې به خلکو ته څومره مالي زیان اوښتی وي خو د راپورونو له مخې نوموړی مارکیټ په بشپړ ډول سوځیدلی دی.

په کندز کې تېرو څو ورځو کې دا دوهم سوداګریز مارکېټ دی چې د دولتي ځواکونو په توغندیو د اور خوراک ګرځي. وړمه ورځ د کندز ښار د قالینو مارکیټ هم د دولتي ځواکونو د توغندیو هدف وګرځید، ګڼ دوکانونو یې په اور کې لولپه شول او خلکو ته په ملیونو ډالره مالي زیان واوښت.

په تېرو درې ورځو کې دا دوهم مارکیټ دی چې د دولتي ځواکونو په توغندیو سوځیږي

په تېرو درې ورځو کې دا دوهم مارکیټ دی چې د دولتي ځواکونو په توغندیو سوځیږي

دا په داسې حال کې ده چې په عین ورځ دولتي ځواکونو د کندز بالاحصار څخه یو ځل بیا توغندي وورول، د بریښنا د توزیع مرکز یې وویشت چې له کبله یې په یاد مرکز کې اور ولګېد.

په کندز کې د تېرو پنځه ورځنۍ جګړې په ترڅ کې ولسي خلک د ګڼو مالي او ځاني تلفاتو سره مخ شوي. تېره ورځ نن ټکی اسیا ته یوه ویډیو رارسېدلې وه چې په کې د سیمې خلکو یو تن ټپي د لاس په ګاډۍ کې اچولی او غواړي د تداوۍ په موخه یې روغتون ته ورسوي. په ویډیو کې ملکي وګړي وايي چې دولتي چورلکو د باغ شرکت په سیمه کې په نښه او بمبار کړل او لسګونو ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

حیدري مارکیټ تر سوځېدو مخکې

حیدري مارکیټ تر سوځېدو مخکې

باید وویل شي چې تېر کال هم کله چې طالبانو کندز ښار ونیولو، امریکايي ځواکونو په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوازیني فعال روغتون تر نیم ساعت زیاته پرلپسې بمباري وکړه چې له امله یې په لسګونو ډاکټران، نرسان، طبي پرسونل او مریضان ووژل شول.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ