ادبي لیکني

د یو بل حقدار نمانځنه ، يو پر ځای ګام

ختیځ ادبي بهير ، چې د خپل منګ پر دویم کال یې پل ایښی له پيله تر دا مهاله د لسګونه اونيزو ، روزنيزو او کره کتنیزو غونډو تر څنګ وخت په وخت ځینې غونډې د فرهنګي شخصیتونو نمانځنې او د کتابونومخکتنې ته ځانګړې کړي ، چې موږ يې په تېر کې شاهدان و.

د بېلګې په ډول یې له ډلې په دې وروستيو کې د درانه استاد یارمحمد کوچي په ژوندوني د هغه نمانځغونډه یادولی شو .

ارواښاد کوچی صیب ، چې اوس يې ددې نړۍ له رنګينیو کوچ کړی هغه بل مشال و،چې د خپل عمر تر نيمايي ډېر پسرلي یعنې شاوخوا نيمه پېړۍ یې ددې پر علمي فقر اخته ټولنې تيارو خونو ته د پوهې د رڼا د بخښلو تر څنګ د کمې او کیفي پلوه بې بها هنري پنځونې هم پر پښتو ادب لورولي.

که څه هم په ژوندوني د کوچي صیب د خپلو اشعارو لږ تر لږه د یو کوچني غورچاڼ د چاپېدو د ارمان ګل ونه رژېد او د هغه له ارتحال وروسته مونږ خپلو وجدانونو ته د اوښکو په بدرګه له ويرجن سکوت پرته هېڅ نه شو وړاندې کولی ، خو د بهير لخوا په ژوندوني د هغه نمانځنه مو زړه ته د تسلیت د منطق پر وړاندې نه بې الفاظو کوي.

ختیځ ادبي بهير پښتو ادب ته د خدمت په موخه د کړې ژمنې پر بنسټ او د خپل مسولیت د احساس له مخې دا دی یو ځل بیا د یو بل حقدار ښاغلي استاد پوهاند بشير دودیال د نمانځلو په موخه غونډه رابللې.

د دودیال صیب نمانځنه دده حق دی ، بهير باید په دې برخه کې پر چا د احسان پېټی بار نه کړي ، بلکې بهير باید په دې فخر وکړي ، چې د پوهاند دودیال صیب د نمانځنې ویاړ يې په برخه شو .

ښاغلی پوهاند دودیال هغه هستي ده ، چې علم او پوهه یې د هغه مال او دولت په څېر له ځان سره نه دي ساتلي ،چې ګټه ترې وانخستل شي ، بلکې استاد خپل تر لاسه کړی علم او پوهه نورو ته ورلېږدولي .

هو ! محترم استاد دودیال د هېواد ډېر تنکي استعدادونه روزلي او لا یې هم روزي ، همدا لامل دی ، چې دده پوهه او علم برکت کوي او ورځ په ورځ لا زیاتيږي.

ددې تر څنګ ښاغلي پوهاند دودیال په ادبي ، علمي او ټولنیزو ډګرونو کې لسګونه اثار ليکلي ، چې هر یو یې پر خپل ، خپل ځای د ارزښت او درنښت وړ دي .

ښه مې په یاد دي کلونه وړاندې مې چې په ننګرهار مجله کې د تصوف په اړه د ښاغلي دودیال لنډکۍ مقاله ولوسته نو عواطفو مې د تلطیف احساس وکړ.

( … ماشومان په لوبو اخته دي ، هغوي د ویالې پر غاړه په خپلو بې شېمې لاسونو یوه لپه قدرې خاورې د یوې پولې په شان غونډۍ کړي او په دوو سرونو کې ورته پلنې کوچنۍ تیږي کیږدي ، هر ماشوم لس،لس ، شل،شل دا ډول خاورې ټولې کړي او په سر کې یې ورته کوچنۍ تیږي ودرولي … بل ماشوم ورته څو واړه ، واړه لرګي درولي ، وړې رنګه ټوټې یې پرې ځوړندې کړي .

بل پرې یوه نرۍ اوچته لښته درولې . د ده په فکر دا د دې ټولې هديرې زیارت دی .)

دا د ښاغلي دودیال د هغې لنډې کیسې د متن يوه برخه ده چې شاوخوا یوه نيمه لسیزه وړاندې په پيښور کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز په خپرنيز ارګان ( آزاد افغانستان ) کې د ( ګنهګاره لوبه ) په نوم چاپ شوې وه .

ددې کیسې ژوندي معصوم کرکټرونه چې یوه ګنهګاره لوبه یې کوله لا هم زما په ذهن کې لر او بر کیږي او دودیال صیب یې پر ما د یو تکړه کیسه ليکوال په توګه پيژندلی.
د ختیځ ادبي بهير لخوا د نمانځنې په موخه د ښاغلي دودیال ټاکنه یو ډېر ښه غوراوی، يو ډېر پر ځای او د ستایلو وړ ګام دی .

د عالم نمانځنه د علم نمانځنه ده ، د فرهنګي شخصیت نمانځنه د فرهنګ نمانځنه ده ، د ادیب نمانځنه د ادب نمانځنه ده .

نن بهير علم نمانځي، نن بهير فرهنګ نمانځي ، نن بهير ادب نمانځي او په حقیقت کې نن بهير یوه ستره هستي نمانځي .

زه به هغه مهال د زښته ډېر ویاړ وړ وی ، چې د دودیال صیب ، د نمانځغونډې د ګډونوالو په منځ کې ناست وی ، خو څه وکړم ، چې په دې زمان او زمين کې راته دا چاره مسيره نه ده .

په پای کې دوعا کوم ، چې ښاغلي دودیال صیب ته دې خدای اوږد ، خو هوسا او له رنګينیو ډک ژوند ور په برخه کړي او بهير دې خدای همداسې بهاند لري او خدای دې یې د په ټپه درېدو له ګواښه وژغوري

خيرالله خيال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x