کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د اشرف غني په مرسته د ځمکي غصب پر ضد لاریون وشو

د اشرف غني په مرسته د ځمکي غصب پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ په کابل کې یو شمېر ښاریانو د ولسمشر اشرف غني د یوه خپلوان په خلاف هغه وخت لاریون وکړ کله چې نوموړي د ځمکي پر سر په یوه شخړه کې یو ځوان په ډزو وواژه.

د کابل د ۱۲ ناحیې اړوند د شینه د سیمي سلګونو خلکو په کابل کې د عیدګاه جومات ته مخامخ لاریون وکړ، له ځانه سره یې د وژل شوي ځوان جسد لیږداوه او د هغه قاتلینو ته یې د سزا غوښتنه کول.

لاریون کوونکو ویل چې وژل شوی ځوان خپل د دوکان په لوري روان وو چې د نورزي احمدزي په نامه د ولسمشر اشرف غني نیژدې قریب وسلوالو پر هغه ډزي وکړي او تر وژلو وروسته یې د هغه جسد له ځانه سره وساته.

دوی ویل چې نورزي احمدزي د کابل ولایت د شینه په سیمه کې ۹۷۰ جریبه ځمکه غصب کړی، چې په محکمه کې یې څو ځلې بایللې هم ده، خو بیا هم غواړي چې دغه ځمکه په زوره ونیسي.

او زیاته کړې: نورزی احمدزی د ولسمشر اشرف غني له نیژدې خپلوانو څخه دی او غواړي چې د هغه په مرسته د خلکو ځمکي غصب کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ