کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / رویټرز: امریکا ته د رزوني لپاره لیږل شوي په لسګونو افغان عسکر تښتېدلي
په امریکا کې د افغانستان عسکر د روزني پر مهال

رویټرز: امریکا ته د رزوني لپاره لیږل شوي په لسګونو افغان عسکر تښتېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د رویټرز خبري اژانس د یو ځانګړي مطلب په خپرولو سره د هغو افغان عسکرو په اړه راپور ورکړی چې په امریکا کې د روزني پر مهال له خپلو مرکزونو څخه تښتېدلي او په دغه هیواد کې مرفه ژوند تیرولو په خاطر خپلي دندي خوشي کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس وايي، دامریکې دفاع وزارت چارواکو ورته ویلي چې له تېر کال ۲۰۱۵ جنوري میاشتي راهیسي تر اوسه ۴۴ تنه افغان عسکر د امریکايي روزنیز مرکزونو څخه لادرکه شوي دي.

دغه چارواکو وړاندي ویلي چې یوازي د تیري میاشتي سپتمبر راهیسي اته تنه ورک شوي دي.

دوی ویلي چې یو افغان عسکر هغه مهال د کاناډايي سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوی وو کله یې چې کاناډا ته د تللو او هلته د سیاسي پناه اخیستلو هڅه کوله.

دوی وايي چې امریکا ته یوازي هغه افغان عسکر لیږل کیږي کوم چې په تیرو وختونو کې د هیڅ تنظیمي او وسلوالي ډلي سره اړیکي نه وي لرلي او همداسي یې ددې تر مخه کوم جرمي ریکاډ نه وي، ځکه نو که دغه عسکر په امریکا کې وتيښتي هم، د امریکا امنیت ته کوم ګواښ نه جوړوي.

د پنټاګان ویاند آدم سټمپ رویټرز ته د یادو شمېرو تصدیق کړی خو د رویټرز د راپور سره سم نوموړي د هغو افغان عسکرو د هڅو یادونه ونه کړه کوم چې د تښتې پر مهال د امریکايي عسکرو او امنیتي ادارو له لوري نیول شوي او افغانستان ته لیږل شوي دي.

رویټرز ویلي چې دوی په دې اړه د نورو امریکايي چارواکو څخه هم پوښتني وکړې خو هغوی یې په اړه د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

د ادم سټمپ په وینا د کال ۲۰۰۷ څخه بیا تر اوسه پوري امریکا ته ۲۲۰۰ افغان عسکر د روزني لپاره لیږل شوي دي.

د پوځي چارو کارپوهانو رویټرز اژانس ته ویلي چې د افغان عسکرو کښته مورال او کمه روزنه ددې سبب ګرځي چې دغه عسکر د ښه راتلونکي په خاطر له نظامي لیکو څخه وتښتي.

په واشنګټن کې د امریکايي تینک ټینک یوه څیړونکي مایکل کوګلمان ویلي: دوی د یو نه ماتېدونکي دښمن سره جنګیږي، لږ امکانات لري او پر وخت ورته معاش نه ورکول کیږي، سربېره پر هغه په امریکا کې د ښه اقتصاد جوړولو زمینه ورته برابریږي، ځکه دوی د تيښتې لاره غوره کوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ