کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ګلبدین د کابل قصاب او د خلکو قاتل دی، باید نوم یې له تور لیسته لیري نه شي – لاریون

ګلبدین د کابل قصاب او د خلکو قاتل دی، باید نوم یې له تور لیسته لیري نه شي – لاریون

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې د حزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار پر خلاف مظاهره وشوه او د نوموړي نوم د تور لیست څخه د ایستلو سره مخالفت وښودل شو.

د کابل په زرنګار پارک کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالان را ټول شوي وه او د حکمتیار په خلاف یې له ځانونو سره بینرونه لیږدل.

دوی ویل چې ګلبدین حکمتیار د کابل قصاب او د خلکو قاتل دی.

باید وویل شي چې د افغانستان ګډحکومت او ګلبدین حکمتیار تر منځ په تیرو ورځو کې تر بریالیو مذاکراتو وروسته د سولي تړون وشو د کوم پر اساس چې به د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه ایستل کیږي او د نوموړي پر سر به اعلان شوي انعامونه لغوه اعلانیږي.

حکمتیار د حکومت سره ژمنه وکړه چې د افغانستان اساسي قانون ته به غاړه ږدي، د وسلوال مخالفت څخه به لاس اخلي او په سیاسي نظام به ورګډیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

6 تبصرې

  1. سید زرغون شاه آغا

    د دغی مدنی ټولنه چی حکمتیار قاتل اوقصاب بولی، دوی حق لری ځکه چی حکمتیارډیر بیګناه او مظلوم خلک وژلی دی. مګر د دغی مدنی ټولنی څخه هیله چی د انصاف او عدل څخه کار واخلی.دحکمتیارتر څنګ دی ربانی، مسعود، مزاری، محقق، خلیلی، دوستم،د شوری نظارلنډغر، لوچک و لفنګه، بچه بازان، د مځکو غاصبین………هم نه هیروی. نو به ټول افغانان د دغی مدنی ټولنی ملاتړ وکی او که د تعصب څخه کار اخلی،نو داسی نه کیږی، چی یو ښه قاتل او بل بد قاتل وی. داهغه پاکستانی سیاست دی چی ښه اوبد طالب لری.نودغه مدنی ټولنه هم د پاکستان، ایران…..جاسوسان وبولی.

    • اللہ پاک د اجر درکړ‎ی چہ دا حقیقت د سرگند کړ‎ دا ټولنی د یھودانو او رافیضانو ټولنی دی. دا د باید ھم وواہی چہ دوستم خبیث پہ دشت لیلی کہ څومرہ کسان شھیدان کړ‎

  2. پوښتنه : لیوانو کی د کوم لیوه بچیان ښه دی ؟
    ځواب : چه د لیوانو بچی دی ټول ناښه دی !!!!!!!!!
    مګر دا چه هره خبره کی پاکستان او طالیان ننویستل هم د پوښتنی وړ دی. هغه د پاکستان د پشتو چاب قصص الانبیا کتاب ته (چه پیشاور کی د یهودانو له خوا او د یهودانو به خرڅه نشریږی او خبریږی ، ) ورته ده ، یهودانو به هغه یهودی کتاب کی په پشتو ژبه ( حتی په شعر ) د ټولو مشهورو پیغمبرانو قیصی لیکلی چه نوی برخه یی سمه او په سل کی لس برخی یی غیر اسلامی د اسلام او اذهانو د تخریبولو خبری لیکلی چه د شو سره بدی هم د خلکو مغزو او زړو کی ځای په ځای کړی ،

  3. د ھری ورځ لہ لوستہ پس پدی وپوھیدم چہ نن ټکی اسیا د شیعہ گانو او منافیقینو ویب پاڼہ دہ او حقیقی مجاھدینو پر خلاف پروپاگندی او بدرد لیکی اللہ پاک د تاسو تہ ھدایت درکړ‎ی کہ ھدایت مو پہ نصیب نوی نو اللہ پاک مو تباہ او برباد کړ‎ہ.
    ژوندی د وی اسلام شرمندہ او ناکامہ د وی ستاستو پشان تالی سټی

  4. زما ساده ورونو هسی حګړی مه کوی ، ګلبدین له اوله په تور لست کی نه په سپین لست کی وو ، د خلکو د تیرویستلو د بپاره یی ورله نوم په تور لست کی یادولو ، د همدی ویری یی د پاګرام نظامی هده کی یی ورله ښکلی بنګله ورکړی وه ، او له هغه ځآیه به یی مخکی د حزب د پخوانو مجاهدینو ته د طالبانو په خلاف د جنګ قومانده ورکوله او چه هغه مجاهدین یی په څو مخۍ خبر او د امارت سره یوځای شول د کابل غلامانو او بادارانو ورته اربکی مجاهدین په واک کی ورکړل ، ها چه هغه پروژه هم د حزب له امله د ستونزو سره مخ شوه ،دا ځل یی ورله د دااعشی ملیشو مشر او د سولی په نامه ورته دغه دنده په رسمی ډول په دیرو لویو مراسمو وسپارل شوه . هغه به له باګرامه په نظامی الوتکه کی شمال یا جنوب ته وړل کیږی او له هغه ځایه به نظامی مهماتو او قطار کی باګرام ته نه کابل ته تشریف راوړی او لا به هماغه ولایت کی چه د خارجیانو خالی نظامی بیسونه پکی شتون لری به حکمتیار ته په ښکاره د شهرک په نوم ورکړی شی او اصل کی به هغه د نوو داعشیانو د جذب او جلب ، روزنی او اکمالاتو نظامی مرکز وی هلته به ورته جهاد نمایی زده کړی هم ورکوی اوږدی ږیری به پری پریږدی ، پکولونه او د روس د وخت مجاهدینو په شان یونیفورم به وراغوندی د خلافت چیغی به وهی اود داعشیانو تور بیرغونه به لری شعارونه به د یهودانو او صلیبانو په ضد مګر جګړه به د طالبانو سره کوی ، که بریاوی یی تر لاسه کړی نو حزب او د هغه داعشی ملیشو ته به د افغانستان راتلنونکی حکومت وسپاری او که حزب له دوی سره هم داربکانو په شان خیانت وکړو ، نو بیا به د سیاف او نظار شوری د باره همدا یا نوی داعشیان جوړوی او حکومت به هغوی ته سپاری ، هغوی په یو وخت کی دوه دری بدیلونه په انتظار کی ساتی مننه

  5. بس مونګ همداسی خوش باوره مسلمانان یو هرچا چی هر څه ویلی دی مونګ ددمسلمان په صفت ورسره منلی او با ور مو پری کړی داسی څوک شته چی دننی طا لبانو یا داعشیانو مخکی داوایی چی تاسو دپا کستان یا انګستان بچیان یا سیتی، ځکه پرون ربانی هم مجا هد وه خو ځوی دانګس ځوی وته . ګلبدین او سیا ف هم همداسی ، الله تول شرمولی او شرموی خو دوی حیا نلری وجدان نلری چی وشرمیږی ، که پرون دروس سره جهاد وه نن ولی ورسره دوستی که پرون امریکا سره دوستی وه نن ولی وسره جهاد .