د اکتوبر اوومه د افغانستان د تاریخ توره ورځ

نن ټکی اسيا سرمقاله :

۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ.

که څه هم چې هغوی د دې وحشیانه یرغل د تبریر لپاره ځانته ډیر توجیهات او لاملونه تراشلی وو، خو نن چې له هغې ورځې پوره ۱۵ کاله تیریږي لا هم د امریکایانو هماغه ناموجه تبریرات (لاملونه) همداسې پر ځای پاتې دي.

په ټول افغانستان کې د جګړو اور بل دی، د نا امنۍ له کبله حتی د ارګ په ماڼۍ کې څوک ځان خوندې نه بولي او د افغانستان پرسیاسي واک غله، د بشري حقونو ناقضین ، غیر مسؤل ټوپکوال او غاصبین مسلط دي.

د هیواد اجرائیه قوه د هیواد د اساسي قانون خلاف د اجنبي مصالحو د تحقق په اساس جوړه شوې او په نامشروع ډول له یوه وخت نه بل ته غځول کیږي.

د حکومت په لومړۍ درجه منصبونو کې یې داسې کسان حاکمان دي چې امریکایان یې په خپل هیواد کې د یوې ورځې لپاره هم منلو ته نه دي تیار او همدا فاسد او د بشري حقونو ناقضین چارواکی په خپل منځ کې یو د بل په خلاف په دسیسه جوړولو لګیادي.

نیستي او بیکاري تر دې کچې رسیدلې چې ۲۶سلنه هیواد وال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي .

افغانستان په فساد کې په نړیواله كچه لومړی درجه فاسد هیواد ، له تعلیمي لحاظه لومړی درجه وروسته پاتې هیواد ، د مخدره توکو په تولید کې لومړی ، د بشری حقونو په نقضولو کې لومړی ، د ښځو په وړاندې په تاوتریخوالی کې لومړی ، په نا امني کې لومړی او په ټولو بد مرغیو کې لومړی درجه مقام خپل کړی دی.

دا د حکومت د مخالفینو ادعاوې نه بلکې؛ هغه مسلمات دي چې خپله امریکایانو منلي او په ځلونو يې ورباندې اعتراف کړی.

که له امریکایانو وپوښتل شي چې ایا همدغې ګډوډي ، تباهي او فساد ته ستاسي په قاموس کې د قانون حاکمیت، د دیموکراسي پلي کول او د امنیت تأمین ویل کیږي هرو مرو به يې ځواب نه وي.

هغوی د یرغل له پیله هم په خپلو شعارونو کې دروغجن وو ، په حقیقت کې د هغوی د یرغل هدف همدا ګډوډي، دغلو حکومت او د هغوی په لاس د افغانستان د مادي او معنوي شتمنیو غصبول وو.

نن په افغانستان باندې د امریکايي یرغل بدمرغه ۱۵ کلیزه ده ، هغوی غواړي دا بدمرغۍ نوره هم دلته وغزوي او همدا وجه ده چې د بروکسل د روان کنفرانس او په هغه کې د راټولیدونکو مرستو لپاره يې هماغه د یرغل د ورځې کرغیړنه نیټه (د اکتوبر اوومه) وټاکله تر څو افغانانو ته ور وپوهوي چې دا کنفرانس د یرغل د ناتمامو بد مرغیو تسلسل دی چې ستاسي په هیواد کې به د امریکايي طراحانو او د هغوی د داخلي اجیرانو په وسیله پلي کیږي.

خو یرغلګر امریکایان باید په دې و پوهیږي چې افغانستان د نړۍ د مستکبرو امپراتوریو د خښیدو هدیره ده، نن که تاسو هرڅومره مستبد او مغرور یاستئ یوه ورځ به که خدای کول د افغانانو د مظلومیت له آه نه د یرغلګرو انګریزانو او شړیدلو روسانو په برخلیک اخته کیږئ … ان شاء الله

چراغ ظلم ظالم تادم محشر نمي سوزد ـــ اګر سوزد شبي سوزد شبې دیګر نمي سوزد

په افغانستان د بد مخو بلوس ګرو مخ دي تور وي.

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رحمت الله رحمت
میلمه
رحمت الله رحمت

د اکتوبر ۷ د هیواد د تاریخ کرغیړنه ورځ دا ورځ که د ځینو لپاره کرغیړنه خو د ځینو نورو لپاره بیا د نوي ژوندون او خوښیو پیلامه ده. هو ! هغه کسان چې ژوند یې د اجنبي یرغلګرو تر سیوري لاندې تأمین دی هغوی ته همدا ورځ د د دوي د ژوند تر ټولو نیک مرغه ورځ ده. که څه هم چې په دې ورځ د امریکايي یرغلګرو د کروز او بي ۵۲ الوتکو د لیزریزو بمونو په شغلو کې ډیر معصوم افغانان له ژونده محروم او ډیر نور په بدنونو نیمګړی شول، خو د ځینو نورو لپاره بیا… نور لوستل »

امید
میلمه

ٙد اکتوبر د اومی په شپه می ښه په یاد شی چی د شپی یولس بجی په درجنونو پرمختللی الوتکی د جلال اباد په پاکه فضا غرهار جوړ کړ. همغه اوله شپه یی چی کومه د وحشت څپه کړه تر اوسه همداسی روانه ده. له هری ممکنی لاری یی چی هدف تعقیب کړی الله شرمولی دی. زه د دوی د مصارفو او تکلیفونو زوندی شاهد یم او پدی می حق الیقین شوی چی ان کید الشیطان کان ضعیفا او کما قال الله تبارک وتعالی. په خدای قسم چی په ډیرو ناستو کی ما لیدلی چی دوی د والی په سطحه… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

د اکتوبر لسمه وه دشپې لس بجې شوي چې درب شو یو نه دوه نه بلکه درې کروز میزائل مي پر سرتېرشول او یوه نږدي راهدار ته په یوه مترفاصله کې ولګیدل عجیب کیفیت شو ټول خلک په وهم کې شول او په ډار ډار کې مي سترګي خوب ته تللي وي چې سهاروختي راکېناستم دکلي مسجد ته دلمانځه لپاره ورغلم که ګورم دمدرسې طالبان اوحافظان په داسي حالت کې چې چا یوه خولۍ په سرکړي چایوه چپلکه په پښه بله نشته په مسجد ته راغلي دي اوپه مسجد کې ویده شوي دي له جماعت کولو وروسته دپېښي ځای ته… نور لوستل »