افغانستان

بدخشان: د امنیتي تړون سره په احتجاج محمد عاشور قومندان طالبانو ته اوښتی

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چي ددوی سره د په بدخشان ولایت کي مشهور قومندان محمد عاشور یو ځای شوی دی.

نوموړی زیاتوی چي د نن له غرمې مخکي د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ مشهور سیمیز جهادي قومندان محمد عاشور له خپلو ۱۲ تنو وسلوالو کسانو سره ددوی مجاهدینو ته ځان سپارلی، او ورته وسله تسلیم کړی، او خپل بشپړ ملاتړ یې ورسره اعلان کړی دی.

د محمد عاشور له خوا د دولت څخه د جلا کیدو علت دا ښودل شوی چی نوموړي د کابل د ادارې له خوا د د امریکایانو سره د تړون پر سر خلاف درلود، او دا چي نوموړی دا تړون سراسر د غلامي تړون بولي.

نوموړي ویلي چي زما ایمان ماته دا اجازه نه راکوي چي د بهرنیو اشغالګرانو په وړاندي چپه خوله کښينم، او وعده کوم چي د هیواد څخه به ددوی تر وتلو پوري د طالبانو د اسلامي امارت تر څنګ جهاد کوم.

مجاهد وایی چی دوی د یوې پرتمیني غوندي په ترڅ کي د را جلا شوي قومندان هرکلی وکړ، او د هغه سره یې د هر راز مرستي ژمنه وکړه تر څو د اشغالګرانو په خلاف په هیواد کی جهاد وکړي.

د محمد عاشور قومندان په اړه ویل کیږي چي د روس سره په پخواني جهاد کي هم فعاله ونډه لرلې، او په خپل سیمه کي هغه وخت هم مشهوره قومندان پاته شوی دی.

باید وویل شي چي بدخشان ولایت یو د هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږی چیری چی د طالبانو نفوذ ورځ په ورځ مخ په زیاتیدو دی، او وخت نا وخته په کښي د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې را منځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x