غزل/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

تاچې له ما کله رخصت اخیستی
ما دژوندون ځینې لذت اخیستی

نور دې نوم نه یادوم نه یادوم
ستا هیریده مې اوس عادت اخیستی

اوس د لیلا په ځای الله وایمه
اوس مې لیلا سره نفرت اخیستی

اوس مې زړګۍ په تلاوت صبروم
ما له یو چا دغه همت اخیستی

دستا په مینه کې مې ګټه نکړه
اوس مې له مینې حلاوت اخیستی

لاس مې نیولی د باچا دحسن
عاکف له حسن نه بیعت اخیستی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ