
مینار لوړ سو/ محمود جابر
محمود جابر
د یو چا له ذلالته مینار لوړ سو
د یو چا له شجاعته مینار لوړ سو
څوک تله ارګ ته په ضعیفه غلامۍ کې
څوک تله ارګ ته له قوته مینار لوړ سو
چا د کیري سلامي ته تندی ټیټ کړ
چا ګوزار ته کړ اوچته مینار لوړ سو
د نمرود په اور کباب شهید منصوره
دادی ستا له کرامته مینار لوړ سو
د حکمت څښتنه ارګ کې غلام اوسه
زموږ د تورو له هیبته مینار لوړ سو
د عمر د لښکر ځوږ دی های افسوسه
د کسرا قیصر حالته مینار لوړ سو
د کندز ښکلی سینګاره نظره مه سې
بیا د سپین توغ له زینته مینار لوړ سو
هلمندونو بیا د نیل صفت ژوندی کړ
غرور وړي له فرعونیته مینار لوړ سو
دوه سرونه دي یو ولوېد او دا بل یې
جابر ښکل کړ له محبته مینار لوړ سو