د نن سرلیکنه

کرزي ولي امنیتي تړون نه لاسلیکوي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: کابل ته په خپل وروستي سفرکې  د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس خبرداری ورکړ چې که کرزی د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند تر ۲۰۱۴ کال له مخه لاسلیک نه کړي نو امریکابه خپل  ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي .

د په اصطلاح امنیتي سند د لاسلیکولو په سر د کرزي او امریکا ترمنځ مصنوعي اختلاف په داسې حال کې زور اخلي  چې د دغه تړون د لاسلیکولو لومړۍ مرحله د۲۰۱۲کال  د مي دمیاشتې په لومړۍ نیټه  خپله دکرزي او اوباما ترمنځ له هیڅ ډول اختلافه پرته ترسره شوه .

اوس چې له یوې خوا د جمهوري ریاست لپاره دټول ټاکنو وخت په رارسیدو او له بلي خوا ورسره دکرزي د وروستۍ دورې ریاست وخت په تیریدو دی د کرزي او امریکاترمنځ  د امنیتي تړون په سر مخالفت راښکاره او ورځ تربلې په غربي رسنیو کې هغه ته هوا ورکول کیږي .

کرزي د دغه سند په لاسلیکولوکې د ځند یولړ داسې وجوهات پلمه کوي چې هغه یې دخپلې واکمنۍ په تیرو ۱۲ کلونوکې د امريكايانو له خوا په سړه سینه منلي او که یې كله هم ورباندې په تصنعي بڼه ناخوښي څرګنده کړې وې هغه یې هم  د امریکايي سفیر  دیوه عادي اخطار له وجې بیرته ډیر ژر په خوښي بدله وله .

نوموړي د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ  دا خبره په ډاګه اعلان کړه چې  له دې وروسته به  امریکایان  نه په ولسي خلګو بمبار کوي او نه به د هغوئ  کورونوته  دتلاشي  لپاره ور ننوځي ، او که یې  دا کار وکړ نو په هماغه ورځ به مونږ ورسره امنیتي تړون  فسخ کوو.

مانا تیر دولس کاله چې هغوئ   د ده دبیواکه  ولسمشرۍ په مهال  هرڅومره ولسي افغانان وژلي  او یایې دهغوئ  د کورونو په حریم تیري کړی او په تورو شپوکې یې د هغوئ معصوم ماشومان او تورسري ځورولې  هغه  څه  مهمه خبر نده  ،خو له دې وروسته چې  د ده  دولسمشرۍ اخیري  ورځې دي که  اوس  بیا امریکایان  دا خپلسري کوي نو  د هغوئ باید مخنیوی وشي او  او د  هغوئ دکنټرول لپاره باید شرطونه وضع شي .

کرزی وايي چې  بي قید اوشرطه  له امریکایانو سره  د امنیتي تړون  لاسلیکول  د افغانستان  دملي منافعو خلاف عمل دی او دی به کله هم داسي کار ونه کړي چې  هغه د ده لپاره  به تاریخي لحاظ  پیغور وګڼل شي .

کرزی  ته دا تاریخي پیغور نه ښکاریږي  چې هغه په لومړي ځل د روزګان ولایت په غرونوکې  د امریکايي کومانډويي  ځوکونو په ملتیا  د هغوئ  له  الوتکو  څخه  دپیراشوټ  په وسیله  دیسانټ او بیا دهماغو  امریکايي کومانډویانو ترڅارنې لاندې ورته  په کابل کې د ارګ  ماڼۍ وسپارل شوه .

اوس چې  د نوموړي  د واکمنۍ وروستۍ شیبې  رارسیدلې  نو غواړي  چې په امریکایانو باندې د دغه شاني پټکو په کولوسره  نورهم   په  چل او فریب سره   غواړي د څه وخت لپاره  هماغه  محدودې شیبې  اوږدې کړې   او د دې کار لپاره  یولړ مضحکانه  شرطونه وړاندې کوي ، چې  دهغو له جملې څخه یوهم له طالبانو سره  د جدي مذاکراتو  پیلول دي.

دکرزي داخبره له یاده وتلې چې په قطر کې د امریکایانواو طالبانو ترمنځ د جدي خبرو د پیلیدو په مهال هم نوموړي  امریکایانوته  د امنیتي تړون  د نه لاسلیکولو  اخطار ورکړ  او  له طالبانو  سره  د خبرو د پیلیدو له امله  یې احتجاج وکړ.

کرزي ته  تربل هرڅه له مخه  خپل شخصي مصالح او په واک کې پاتې کیدنه  ډیر اهمیت لري ، اوسنۍ پټکې او ضد اونقیض کړه وړه یې هم د دغه  هدف لپاره دي ، خو کرزی باید په دې پوه وي چې  پردی کټ ترنیمو شپو وي ، آخیر به یې حتما د امریکايي حمایت سیوری له سره لیري کیږي  او دی به په ټیټو سترګو  د ولس  د عدالت محکمې ته  درول کیږي ، نو تر ټولو دا ورته  غوره  ده  چې  ترهرڅه  له مخه له امریکایانو څخه  د بشپړ براأت په اعلانولو سره   له خپل ولس څخه د خپلو تیرو جرمونو په اړه بښنه وغواړي  او نور خپل پاتي ژوند د غلامي او ګوډاګیتوب  له خجالت نه  لیري  د خپل هیواد په واقعي خدمت کې تیر کړي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x