کور پاڼه / ټولنیزه برخه / امير خسرو دهلوي رحمة الله عليه
امير خسرو دهلوي

امير خسرو دهلوي رحمة الله عليه

عبدالمالک همت

حکیم ابوالحسن یمین‌الدین بن سیف‌الدین محمود امیرخسرو دهلوي د هند نامتو فارسي ويونکی شاعر او عارف دی. په ۶۳۲ لمریز(۶۵۱سپوږميز) کال د هند په پټياله (Paṭiālā) کي، په هغه کلي کي چي مؤمن‌آباد نوميږي زېږېدلی دی او په ۷۰۳ لمریز(۷۲۵سپوږميز) کال په ډيلي کي وفات سو. امير خسرو له اصله ترک توکمی وو، پلار يې امیر سیف‌الدین محمود چي ترکی افسر وو، د ماوراءالنهر د قراختايانو له لاچين قبيلې څخه وو چي د ”کش “ په ښار کي او سېدیاو د مغولو د تاړاکونو پرمهال هند ته وتښتېد او هلته يې د ډيلي يوه ښځه وکړه او د هند د پاچا د شمس الدين التمش دربار ته يې لار وموندل.

امير خسرو هم د هند د واکمنو په دربار کي لوړه دنده درلوده. په ځواني کي يې د هند د يوه لوړ عارف شيخ نظام الدين محمد بن احمد دهلوي، چي په نظام الدين اوليا مشهور دی شاګردي وکړه، هغه ته يې زښت زيات درناوی درلود. د هند ديوه بل فارسي ويونکي نامتو شاعر خواجه حسن دهلوي سره يې د همدغه نظام الدين اولیا له طريقه وپېژندل او د دواړو ترمنځ ډېره ښه دوستي رامنځ ته سوه.

کله چي حضرت نظام الدين اوليا رحمة الله عليه وفات سو، لږ موده وروسته امير خسرو هم وفات سو او په ډيلي کي د نظام الدين اوليا قبر ته نژدې ښخ سو.

له امير خسرو څخه ډېر آثار پاته دي چي هغو څخه :

1. جواهر خسروي پر نظم او نثرمشتمل ضخيم کتاب دی، چي په ۱۹۱۸ ع،کال د علي گڈھ په مطبعه کي پر روغني پاڼو ، په ډېره ښه قطع او صحافت چاپ سوی دی او يو ټوک يې زما په کتابتون کي سته.

2. قِران السعدين مثنوي دی. دا هم ډېر ضخيم کتاب دی، چي په ۱۹۱۸ ع،کال د علي گڈھ په مطبعه کي پر روغني پاڼو ، په ډېره ښه قطع او صحافت چاپ سوی دی او يو ټوک يې زما په کتابتون کي سته.

3. مجنون ليلی مثنوي دی چي د نظامي ګنجه يي، ملاهاتفي هيروي او ملا مکتبي شيرازي غوندي يې د ليلا مجنون کيسه پکښي کړې ده. دا کتاب هم په ۱۹۱۷ ع،کال د علي گڈھ په مطبعه کي پر روغني پاڼو ، په ډېره ښه قطع او صحافت چاپ سوی دی او يو ټوک يې زما په کتابتون کي موجود دی.

کله چي زه دېرش کاله دمخه له کابل څخه کوټي او بيا ډلي ته کډه سوم، او يو مهال د حضرت نظام الدين صاحب اوليا او حضرت امير خسرو زيارت ته چي په ډيلي کي يو له ګڼي ګوڼي ډک او مشهور ځای دی ورغلم

دغه لاندي شعر مي ورته وليکي:

امير خسرو دهلوي رحمة الله عليه ته!

ستا اروا ته په دعا مي تش لاسونه دي راوړي
نه نذرونه، نه مي نور څه سوغاتونه دي راوړي

وچې شونډی په زړه ستړی ستا مزار ته یم راغلی
د غمونو مي په زړه کي انبارونه دي راوړي

سور سیلاب څپاند،څپاند د وینو راغی زما پر مېنه
ما د سترو پېښو ستر، ستر خبرونه دي راوړي

هلته سوله تر هیواد قربان یو نیم ملیون وګړي
دوی نړۍ ته د ایثار ښه مثالونه دي راوړي

هلته ټولي ودانۍ په کنډوالو سولي بدلي
سره وحشت د شلم قرن سره اورونه دي راوړي

هلته اوس ګلونه نسته ، نه باغونه، چمنونه
ښکېلاکګرو ورته هسي خزانونه دي راوړي

یو کورنه دی چي خراب سو لوی هیواد دی خراب سوی
دښمنانو پر موږ هسي لوی ویرونه دي راوړي

تر پنځو ملیونو زیانو خلکو کډي ځني بار کړې
د دوی خوار نصیب پر دوی دا ناورینونه دي راوړي

ما لیدلي دي هغه چي دلته نه دي د منلو
تصور مي بوږنونکي تصویرونه دي راوړي

خو هر ګوره افغانانو سور لښکر هم تار ومارکړ
دوی د ظلم پر ماڼيو توپانونه دي راوړي

اما بیا مي هم دا خپل هیواد د سرو وینو حمام دی
زما قسمت پر ما دا هسي کړاوونه دي راوړي

ککرۍ مي ده وهلې برخلیک له هري تیږي
ځکه سترګو مي د اوښکو سیلابونه دي راوړي

اوس اړتیا او مجبوریت راوستی یمه تر دي ځایه
و درګاه ته د پردو مي امیدونه دي راوړي

زمانې راسره کړي نا کردي هسي نادودي
چي پر زړه مي د آهونو سره داغونه دي راوړی

زما عذرونه کړه قبول او ستر څښتن ته مي شفیع سه
ځکه ما د خپل عمل ډېر تقصیرونه دي راوړي

هغه څه چي ما خوښ کړي او زما ”همت“ منلي
د دردونو له هیواده مي دردونه دي راوړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ