افغانستان

د حزب اسلامي پلاوی امریکا ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي ګوند د سولي سند د لاسلیک وروسته د سند دعملي کولو لپاره غواړي چې امریکا ته سفر وکړي.

د سولي تړون له مخي امریکا او ملګري ملتونه به د حزب اسلامي د مشر حکمتیار نوم له تور لیسته لیري کوي او افغان حکومت به د حزب اسلامي پوري تړلي بندیان له زندانونو خوشي کوي.

د کابل نیوز د خبر سره سم د حزب اسلامي ګوند یو پلاوی په راتلونکو اونیو کې پلان لري چې امریکا ته سفر وکړي.

د یادي سرچیني سره د حزب اسلامي مرکچي کریم امین په دقیقه امریکا ته د خپل سفر په اړه معلومات نه دي ورکړي خو ویلي چې د ستونزو دحل او سولي د رامنځته کېدو په برخه کې امریکا ته سفر یو مطرح موضوع ده.

نوموړي ویلي چې یوازي د حزب اسلامي څخه د تحریمونو لیري کول مطرح نه دي بلکي نور هم ځیني مسایل سته چې دواړه اړخونه یې په عملی کولو مکلف دي.

باید وویل شي چې د افغانستان ګډحکومت او ګلبدین حکمتیار تر منځ په تیرو ورځو کې تر بریالیو مذاکراتو وروسته د سولي تړون وشو د کوم پر اساس چې به د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه ایستل کیږي او د نوموړي پر سر به اعلان شوي انعامونه لغوه اعلانیږي.

حکمتیار د حکومت سره ژمنه وکړه چې د افغانستان اساسي قانون ته به غاړه ږدي، د وسلوال مخالفت څخه به لاس اخلي او په سیاسي نظام به ورګډیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

په هیواد کی دننه خو یی [ پشه ارتی ] تر سره شو ، بادارانو په غصه شول ویل چه مونږ هم بری د پښه ارتی حق لرو ، امریکا ته دی هم راشی ، نو د حزب د پښه ارتی بیچاره ټیم به لمړی امریکا ته ځی او له هغه وروسته به د اروپا هر هیواد ته جلا جلا د پښه ارتی د پاره تشریف وړی . له ټولو پښه ارتو وروسته به یی نوم له تور لیری او د ع او غ په شان به سپینو لستو ( رسمی غلامانو ) کی شمیرل کیږی . له سپینو لستو… نور لوستل »

غوربندی

د حزب اسلامی یو جگ پوری هیأت د بین الأفغاني تفاهم لپاره له امریکایانو سره خبری کوی هاهاها

تر پرونه یی ویل چی زمونز د تسلیمی تر تولو لویه ممیزه دا وه چی بین الأفغاني وو او د خارجيانو له وساطت أو وصایت سخه خالی دی. اوس به نو دی ته سه نوم ورکوی ؟؟؟

ارسلان

دافغان بشه أرني خو 35 كاله م خكي شوي وه جه هر حه ءي ترلاسه كري كله امريكان با اسبورت كرينكارد دديموكراسي نظام كي زوند شه كار ويار دبجو لمسيانو مفت تعليم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x